پاکستان: له افغان خاورې دولس ځانمرگي ورننوتي
د پاکستان پلازمېنه کې قانون پلي کوونکو ادارو حکومت ته خبرداری ورکړی، چې درې سترو ښارونو ته له افغان خاورې له اتو تر دولسو ځانمرگي بريدگر ورننوتي دي.
د پاکستان کورنيو چارو وزارت کې اړوند ادارې دې درې ښارونو کې د گواښ په اړه خلک خبر کړي دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ايکسپريس د باوري سرچينو له خولې ليکلي، يادو ادارو پلازمېنه اسلام اباد، راولپنډۍ او لاهور کې پر دولتي ودانيو او عامه ځايونو د سختو ترورستي بريدونو خبر ورکړی او زياته کړې يې ده، چې له اتو تر دولسو ځانمرگي بريدگر د افغانستان له خاورې ورننوتي دي.
سرچينه وايي، د جمعې د ورځې له ماښامه د پلازمېنې او نورو ښارونو په مهمو ځايونو کې امنيتي تدابير سخت شوي دي.
پاکستان وخت ناوخت دعوه کوي چې له افغانستانه يې خاورې ته ترورستي بريدگر داخلېږي، خو افغان حکومت تل ويلي دي، خاوره به يې د هيڅ گاونډي هيواد پر ضد ونه کارول شي.