روسی متل وايي، طبيعت ښه او بده هوا نه لري، خو داسې هواوې شته، چې د يو معلوم انسان طبيعت سره سمې نه وي. ځينې خلک د لمر پړکېدونکې وړانگې خوښوي او ځينې نور بيا له ورېځو او بارانونو ډکې هواوې ښې گڼي.
همداسې هر ښار ځانگړې هوا او طبيعت لري، لاندې د نړۍ د ځينو ښارونو په اړه معلومات دي، چې د کال څو ورځې لمر لري.