خبرونهسلايډ

پاکستان ناقانونه افغان کډوال راجستر کوي

د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې مېشتو یو ميلیونه ناقانونه افغان کډوالو ته د کډوالۍ کارډونه ورکړي. په پاکستان کې دمگړۍ شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال له ملگرو ملتونو او د پاکستان د نفوسو له ادارې سره ثبت دي. خو ویل کېږي چې څه باندې یو میلیون افغانان لا هم په دغه هېواد کې د کډوالۍ له اسنادو پرته ژوند کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار، حفیظ احمد میاخېل وايي، دغه ژمنه اسلام اباد ته د کډوالو د وزیر د سفر په ترڅ کې ترسره شوې.

د کډوالو چارو وزیر، سید حسین عالمي بلخي پاکستان ته په یوه څلور ورځني سفر تللی.

ښاغلي بلخي پرون د پاکستان د خیبرپښتونخوا له وزیر اعلی سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي دي.

له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې پاکستان ته تلونکي افغانان او په دغه هېواد کې مېشت کډوال افغانان د پاکستان د پولیسو او امنیتي ځواکونو له ناسم چلن څخه سر ټکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button