د والدینو تل دا خوښېږي، چې ښه او مودب اولادونه
ولري او دې موخې ته د رسېدو له پاره ډېرې هڅې او کوښښونه کوي، مګر کله وخت ناسمه لاره ټاکي او سر چپه پایله تر لاسه کوي . په کومه اندازه، چې ماشوم ته رسیده ګي او د هغه اړتیاوو ته پام کول ارزښت لري، نو له بریده ډېره پاملرنه او یا ښایي په ځینو چارو کې له حده تېری هم ښه پایله ونه لري او د هغه څه په خلاف کېږي، چې تاسو یې تمه لرئ، لاندې هغو ټکو ته اشاره شوې، کوم چې د ماشوم د بې لارې کېدو سبب ګرځي .
۱ ـــ د اولادونو ډېر هیله من کېدل:
ټولې میندې او پلرونه له خپلو اولادونو سره مینه لري او هر هغه څه چې لري یا یې نه لري د خپلو اولادونو له پاره یې غواړي، چې دا افراطي مینه د ماشومانو د ډېر هیله من کېدو سبب ګرځي او تنکي ماشومان د دې هرڅه په لرلو سره خوشاله نه تر سترګو کېږي. دا د دې لامل کېږي، چې ماشومان هېڅکله خوشاله ښکاره نه شي او تل ډېر هیلې او غوښتنې ولري .
۲ ـــ نامناسبه روزنه:
کله چې تاسو له ټنبلۍ څخه کار اخلئ، چې خپل اولادونه په سمه توګه وروزئ او په پایله کې دا له خطره ډکه دنده نورو ته سپارئ، که چېرې تاسو ونه شئ کولای، چې خپل ماشومان په سمه توګه وروزئ، نو نور اقدام کوي .
۳ ـــ د اولادونو په ښوونځي کې نه ګډون:
له کور وروسته ښوونځی هغه ځای دی، چې ماشومان پکې د ډېر وخت له پاره حضور لري، پر دې اساس ښوونکي او همزولي یې په ژوند کې ډېر مهم رول لري، په پایله کې تاسو نباید د خپلو اولادونو له ښوونځي څخه واټن ونیسئ او باید د هغوی په اړوندو مسایلو کې ځان ښکېل کړئ، ستاسو حضور ډېر مهم او اړین دی؛ تاسو باید د ټیلیفون لارې او یا هم مخامخ د خپلو اولادونو له ښوونکو سره په اړیکه کې واوسئ، دا دې ښکارندویي کوي، چې تاسو د خپلو اولادونو په روزنه کې ډېر حساس یاستئ او ښوونکی دې ته اړ کوئ، چې ستاسو د اودونو په روزنه کې له ډېرې هوښیارۍ او ځیرکتیا څخه کار واخلي .
۴ ـــ د اولادونو په هڅونه او تشویق کې افراط او تفریط:
کله چې خپل اولادونه هڅوو، نو د هغوی د عزت او درنښت لامل کېږو، مګر باید پام وکړو، چې په دې برخه د اعتدال برید مراعات وکړو . د اولادونو هڅول باید هغه مهال ترسره شي، چې د هڅونې وړ کار یې ترسره کړی وي، که چېرې د معمولي کارونو د ترسر کېدو له پاره له هغوی څخه ډېره زیاته مننه او قدر داني وکړئ، نو دا د دې لامل کېږي، چې ماشومان د خپلو لاسته راوړنو د رښتیني ارزښت په نسبت په فکري انحراف اخته شي .
۵ ـــ اولادونو ته د مسوولیتونو نه ورکول:
ستاسو اولادنه د عادي او معمولي کارونو په خاطر نباید څه تر لاسه کړي، ځکه چې هغوی د کورنۍ غړي دي، نه په هوټل کې مېلمانه، هرڅوک چې په کور کې ژوند کوي، نو اړ دی چې د کور اړوند کارونه ترسره کړي، د لوښو له وینځلو څخه نیولې د فوق العاده کارونو د ترسره کولو له پاره د ماشومانو تر هڅولو پورې، نه په هغو کارونو کې چې د کورنۍ د هر غړي عادي دنده ده . ماشوم باید د کورنۍ د ګډ ژوند د مسوولیت یوه برخه په غاړه واخلي . هغوی ستاسو غلامان نه دي او په دې باید ډاډه شئ، چې په تل پاتې رخصتیو کې هم دا هر څه په غاړه نه اخلي .
۶ ـــ له خپلې مېرمنې سره ناسم چلند:
له خپلې مېرمنې سره چې هر ډول چلند کوئ، نو دا به په راتلونکې کې ستاسو د اولادونو له پاره یوه نمونه وي؛ یانې هغوی به هم له خپلو مېرمنو سره ورته چلند وکړي . که چېرې له خپلې مېرمنې سره ناسم چلند وکړئ او تل ورسره شخړه او جګړه کوئ، نو هغوی به هم دې ته ورته چلند کوي، اولادونه له هغه څه څخه ډېر چې تاسو یې ورته د نصیحت په توګه وایئ، له تاسو څخه پیروي کوي . که چېرې له خپلې مېرمنې سره د درنښت او مینې له مخې چلند وکړئ، نو خپلو اولادونو ته د کورنۍ ارزښت ور ښیئ او هغوی په دې نړۍ کې د یوې پناهګاه د لرو له کبله ځان ډېر خوندي ګڼي .
۷ ـــ له اولادونو څخه د غیر واقعي هیلو لرل:
له خپلو اولاونو څخه باید معقول توقعات ولرئ، په ځانګړې توګه کوچني ماشومان. که چېرې د ماښامنۍ له پاره چېرته بلل شوي یاست او له خپل دوه کلن ماشوم څخه دا هیله لرئ، چې د یوه کوچني شهزاده په څېر چلند وکړي، نو سخته تېروتنه کوئ، که چېرې په خپل خوب و خیال کې دا توقعه لرئ، چې ماشوم مو یو ورزشي یا علمي ستوری شي، په داسې حال کې چې هغه د پیانو له غږولو سره مینه لري، نو لازمه ده، چې خپله توقع بدله کړئ، له هغوی څخه ستاسو هیله باید د هغوی د خوشالۍ سبب وي .
۸ ـــ له ځان او له خپلو غوښتنو څخه د دفاع په خاطر زده کړې نه کول:
ډېری میندې او پلرونه د خپلو اولادونو ټولې اړتیاوې پوره کوي او په دې ترتیب په خپلو اولادونو کې د سختو کارونو د ترسره کولو وړتیا له منځه وړي، په دې اساس د انسانانو یو بې ځانګړنې او بېکاره نسل را منځته کوي، ننني هلکان تمه لري، چې ټول کارونه یې نور ورته ترسره کړي، دا چې هغوی پیاوړي او ځواکمن وروزئ، نو له هغوی څخه وغواړئ، چې خپلې چارې په خپله ترسره کړي، دا له هغوی سره د مینې د نه لرلو په مانا نه، بلکې د رښتینې مینې نښه ده .
۹ ـــ په اولادونو د خپلو افکارو او نظریو تحمیلول:
هلکان پرېږدئ، چې هلکتوب وکړي، والدین نباید خپل افکار، نظر یې او غوښتنې په خپلو اولادونو تحمیل کړي، دا چې اولادونه له خپلو غوښتنو څخه خبر کړئ ښه ده، خو نباید پر هغوی یې تحمیل کړئ . اجازه ورکړئ، چې ستاسو د غوښتنو او نظریو له تحمیل پرته، لکه څنګه چي دي، په هماغه ډول وده وکړي .
۱۰ ـــ په خپله ژمنه وفا نه کول:
که چېرې په دېوال باندې د نقاشۍ په خاطر خپل اولادونه ګواښئ، نو هرو مرو دا کار وکړئ، خو له بده مرغه له هغو درواغجنو ژمنو څخه پیروي کومې چې تاسو یې خپلو اولادونو ته ورکوئ ژوند لږ سختوي، مګر ستاسو په خبرو باندې د اعتماد او باور ډېرښت تر ټولو مهم څیز دی . که چېرې تاسو په خپلو خبرو عمل ونه کړئ، نو هلکان دې پایلې ته رسېږي، چې ستاسو د خبرو او عمل ترمنځ تناسب شتون نه لري او په پایله کې پر تاسو به اعتماد ونه کړي .