د تېرې ورځې له ځانمرگي برید وروسته د کابل ښار او شاوخوا سیمو کې وېره ډېره شوې او خلکو په امنیتي اداراتو خپل باور له لاسه ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د کابل د لومړۍ حوزې د پولیسو د مشر او د همدې حوزې د ترهگرو ضد مبارزې او جنايي جرمونو مشرانو ټولې دندې ځنډولي دي.
صدیق صدیقي په وینا د دغو چارواکو دندې ځنډېدلي دي او د څېړنې لپاره پېژندل شوي دي. که چېرې دوی مجرم ثابت شي نو له خپلو دندو به گوښه او سزا ته به ورسېږي.
د کابل په ځانمرگي چاودنه کې ۶۴ تنه مړه او ۳۴۷ نور ټپیان شوي وو چې په کابل کې د ځانمرگو بریدونو په تاریخ کې له سترو چاودنو څخه شمېرل کېږي.
د دې برید مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. طالبانو د حمل په ۱۵ خپل د پسرلني عملیاتو د پیل کېدو اعلان وکړ. د طالبانو دغه برید د ډېری افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې له لوري تقبیح شو.
افغان ولسمشر اشرف غني ژمنه وکړه چې د ملي اردو سرتېرو انتقام به ډېر ژر واخلي.