د دې عجيب ټاپو په اړه خبر ياست؟
د اوقيانوس سمندر منځ کې پرته ټاپو (ايسيشن ټاپو) د يوه شين رنگه کوچني ټکي په څېر ده، چېرې چې يوه وخت کې موسم هم گرم او هم يخ وي.
برتانوي ژورنالسټ ميتيو ټېلر ليکي، دا داسې ځای دی، له کوم ځايه چې ساينس پوه چارلز ډاروين د خپلې انقلابي نظريې په جوړولو کې مرسته اخيستې ده.
د اوقيانوس سمندر منځ او د افريقا او برازيل تر منځ پرته دغه برتانوۍ سيمه يو بې ساری ځای دی. دغه ځای خپل اوسېدونکي نه لري او د برتانيې دولت هلته د اوسېدو د حقوقو له ورکړې رټه کوي. دغه شنه وچه کې اوسېدونکي اته سوه تنه د مېلمنو په څېر دي، سره له دې چې ځينې اوسېدونکي يې له لسيزو همدلته پراته دي.
دغه ځای ته د برتانیې دملکې له اجازه لیک پرته څوک نه شي ورتلی.
د دې ځای هوايي ډگر او ليکه د فضايي الوت د ميدان حجم ته په کتو چمتو شوي دي. د هوايي ډگر کنټرول د امريکايانو لاس کې دی او برتانيه په دې برخه کې لږ څه لري. ناسا سپوږمۍ ته استولې سپوږمکۍ له همدې ځايه لېږلې ده او د غرب فضايي استازيتوب فضا ته استولي توغندي هم له همدې ځايه څاري.
د دې ټاپو د نږدې ټولو غرونو پر څوکو سټلايټ ډشونه ايښودل شوي، خو دا چې څوک يې اوري او څه اوري؟! څوک يې په اړه خوله خلاصولو ته چمتو نه دی.
دغه ټاپو تقريبا د گرنزي ټاپو برابره او د دښتې په څېر توده او وچه او خټه يې کلکه ده. په ۱۸۱۵ کې دا سيمه اباده نه وه، وروسته برتانويان په کې مېشت شول.
۱۷۲۶ کې ځينې بادبانان هلته ولاړل، هغوی يوه خېمه او د يادداشت کتابچه وموندل. دغه کتابچه او خېمه د «لينډرټ هيسنبوش» وو. دی د هالنډ د سمندري ځواک يو غړی و، چې د همجنس بازۍ تور پرې ثابت شو او وروسته د سزا په ډول دې سيمې ته تبعيد کړای شو.
د موندل شوې کتابچې له ليکنو سره سم هيسنبوش د اوبو او نورو اړينو شیانو په پيدا کولو کې ژر له مايوسۍ سره مخ شو، تر دې چې هغه د ځان ژغورنې لپاره د سمندري مرغانو او کيشپانو وينې او آن خپلې متيازې وڅښلې.
ډاروين د دې ټاپو په اړه ليکي: «د سيند غاړې ته څه شی نه زرغونېږي، دې ټاپو کې هيڅ ونه نه شته».
ډاروين د خپل ملگري جوزف هاکر په مرسته په دې غور وکړ، چې دا ټاپو د انسانانو د اوسېدو جوگه کړي. هاکر وروسته د کيف هيواد د شاهي باغ باغبان شو، دی په ۱۸۴۳ کې دې سيمې ته راغی او د ابادۍ پلان يې جوړ کړ.
هغه وويل، د ټاپو له ټولو لوړ ځای کې به د يوه شنه غره پر څوکه ونې کښېنوي، دغه ونې به له سويل ختيځ لوري له راتلونکو بادونو نه نمي لاندې راوړي، څو پوځيانو ته د اوبو پيدا کول یقيني شي. ده وويل، دی به څارويو ته واښه وکري او ځمکه به کرنې ته جوړه کړي.
د دې ځای په ورېځو راگير ځنگل کې ولاړ د موجوداتو ماهر ډاکټر سيم ويبر وايي: «زموږ شاوخوا له کرل شويو سبزيانو ښکاري، چې دا پلان پوره بريالی دی، موږ له اور غورځوونکې سيمې لږ لرې يو، خو دلته پورته موسم هوا لرونکی دی».
د ويبر په وينا له يوې اندازې سره سم دلته اوسمهال تر اته دېرش زرو پورې بوټي شته، چې کنټرول يې ستونزمن دی. د دې بوټو ريښې له شلو تر دېرشو مترو ښکته تللې دي، چې د کنټرول لپاره به يې پر بيولوژيکي لارو چارو غور کېږي.