طالبانو د نړیوالو له فشارونو سره سره یې خپل پسرلني عملیات پیل کړل او د هېواد په گڼو برخو کې د ملي اردو له سرتېرو سره په جگړو بوخت شول.
سږکال د طالبانو جگړه تر نورو کلونو یو میاشت مخکې پیل شوه او د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې یې پراخ عملیات پیل کړل.
د افغانستان د دفاع وزارت له لوري په خپاره شوي راپور کې راځي چې د ملي اردو سرتېري په هرات کې ۵ ځایه، فاریاب کې دوه ځایه، بغلان کې دوه ځایه، دوه ځایه جوزجان کې، اته ځایه هلمند کې، یوه ولسوالۍ د نیمروز کې، څو ځایه کندز کې، د تخار درقد کې او د بدخشان په کوه پایه سیمه کې له طالبانو سره جگړه روانه کړې ده.
د ملي یووالي حکومت له یونیم کال راهیسې په دې کوښښ کې وو چې د طالبانو له لوري جگړې پای ته ورسوي او له دوی سره د سولې اخبرې اترې وکړي چې هغه هم له بنبست سره مخ شوه.
د ملي یووالي حکومت یوه منبع بیبیسی ته ویلي چې د ملي یووالي حکومت په دې وتوانېد چې پاکستان له ځان سره د سولې په پروسه کې ولري. خو پر طالبان د پاکستان له فشار سره سره دوی بیا هم سږکال خپل پسرلني عملیات پیل کړل.
د ملي یووالي حکومت دغه منبع چې د خپل نوم نهیادولو په شرط یې وویل چې پاکستان پر طالبانو ډېر فشار راوړ چې پسرلني عملیات پیل نه کړي او که پیلوي یې نو د هغې د انجام انتظار دې باسي. دې ورته نظر یوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي هم له اکسپرس ټریبیون سره شریک کړی دی. خو بیا ځینې نور منابع وايي چې طالبانو له ایران او روسیې سره اړیکې ټینگې کړي چې په راتلونکي کې له دوی سره مرسته وکړي.
د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر اغا بیبیسی ته ویلي چې پاکستان پر طالبانو فشار ځکه زیات کړی چې چې پر پاکستان د نړیوالو فشار ډېر دی تر څو طالبان د سولې خبرو ته کینوي. اکبر اغا زیاتوي چې طالبان نه غواړي د پاکستان په خوښه د سولې خبرو ته حاضر شي ځکه چې دا بیا د دې ښکارندوۍ ده چې پاکستان پر طالبانو واکمن دی او بیا به خلک له دوی سره کرکه کوي.
کابل میشت د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي چې طالبانو په جگړه کې ټپيان کېږي او دوی د خپلو ټپیانو درملنه په پاکستان کې کوي نو ځینې وخت مجبورېږي چې د پاکستان خبرو ته غاړه کېږدي.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم راغلي چې طالبان اوس ایران ته هم سفرونه کوي. د قطر سیاسي دفتر په پاکستان کې د میشتو طالبانو او ایران تر منځ اړیکي جوړوي.
د تسنیم په نامه ایراني خبري رسنۍ تېر کال خبر ورکړ چې د قطر د دفتر رییس طیب آغا ایران ته سفر کړی او له ایراني مشرانو سره یې د اسلامي نړۍ او افغان مهاجرینو په اړه کتنې کړي دي.
تېره اوونۍ اشرف غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال مرتضي سرمدي سره په کابل کې کتنې او د طالبانو پر شتون ایران کې توندې نیوکې وکړې. اشرف غني زیاته کړه چې که ایران رښتیا هم له تروریزم سره جگړه غواړي نو له طالبانو سره دې اړیکې پرې کړي او دوی دې له ایران څخه ختم کړي.
وحید مژده وايي چې طالبان له پخوانه ایران سره اړیکې لري، کله هم داسې ښکاریده چې طالبان په مشهد کې دفتر لري. مژده زیاتوي چې ځینې وخت د مشهد له دفتر څخه هم یادوونه کېږي. مژده همدارنگه زیاتوي چې روسانو د ایران له لارې طالبانو سره خپلې اړیکې ټینگې کړي دي.
د څلور اړخیزو ناستو په بهیر کې ځینې منابعو ویلي وو چې د روسانو استازي ضمیر کابلوف هم د طالبانو له استازو سره کتلي دي. ځینو کابل میشت افغان کاروپوهان په دې نظر وو چې د سولې څلور اړخیزې ناستې باید شپږ اړخیزې شي او ایران او روسیه هم په کې شامل شي.