سيمه او نړۍ

فيډل کاسټرو: وروستۍ ورځې مې رانږدې شوي

د کيوبا کمونېست انقلابي رهبر، فيډل کاسټرو اوس نږدې نوي کلن دی. لس کاله وشول چې د خپل هېواد ولسمشرۍ يې پرې ايښې. کاسټرو، چې لا هم په کيوبا کې ډېر لاروي لري، د خپلې تازه وينا پر مهال د خپلې مړينې خبره وکړه.

کاسټرو د خپلې مړينې په اړه دغه څرګندونې پرون، د سې شنبې په ورځ، د کيوبا پلازمېنه، هاوانا کې د کمونېستي ګوند په غونډه کې د ديارلس سوو فعالينو په وړاندې وکړې. دا وينا د کاسټرو ډېره نادره وينا وه.

دغه متقاعد کيوبايي مشر، په داسې حال کې چې شنې سپورتي جامې يې پر تن وې او چوشمې يې پر سترګو وې، کمونېستو ځوانانو ته د وينا پر مهال وويل: «ژر به ۹۰ کلن شم… ژر به زه هم د نورو په څېر شم… د هر چا نوبت راځي.» هغه زياته کړه: «ښايي دا وروستی وار وي چې تاسې ته په دغه تالار کې وينا کوم.»

فيډل کاسټرو د کيوبا چارې په ۱۹۵۹م کال کې د يوه انقلاب له لارې ونيولې او تر ۲۰۰۶م کال پورې د ياد هېواد مشر و. په دغه کال کې له سختې ناروغۍ سره مخ شو. اوسمهال د فيډل کاسټرو ورور، راول کاسټرو د هېواد مشر دی او مشر کاسټرو يوازې کله نا کله د ورځپاڼو له لارې پر سياسي مسايلو خپل نظر څرګندوي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button