د راپورونو له مخې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې پایلې ته نژدې شوې دي. «ماندگار» ورځپاڼه ادعا کوي، چې باوري سرچینې ورته ویلي چې د حزب اسلامي دریځ کې بدلون راغلی او د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو منلو ته یې غاړه ايښې ده.
سرچینه زیاتوي: باوري معلومات ښيي چې د ښاغلي حکمتیار راغلی پلاوی او سولې عالي شورا مهمو هوکړو ته رسېدلي او یوازې په درېوو ټکو کې لا هم اختلاف شته. د هوکړې بربنسټ، ښاغلی حکمتیار به د هوکړهلیک له لاسلیک وروسته، له هغو امتیازاتو برخمنېږي چې نور جهادي رهبران ورته لاسرسی لري. گلبدین حکمتیار به هم د نورو جهادي رهبرانو په څېر له قضايي خوندیتوب څخه برخمن شي او امنیت به یې د حکومتي ځواکونو له خوا نیول کېږي. د هوکړې له مخې به د ښاغلي حکمتیار کسان په حکومت کې د اړتیا او قانون له مخې ځای پر ځای کېږي.
د هوکړې بله برخه دا ده چې د حزب اسلامي اړوند هغه زندانیان به خوشې کېږي، چې جنايي دوسیې نه لري او له حقوقالعبد یې څخه یې سرغړونه نه وي کړې.
د سرچینې په وینا، ښاغلی حکمتیار به هم د هوکړهلیک له لاسلیک وروسته د نورو جهادي رهبرانو په څېر حق ولري چې په مهمو ملي مسئلو کې ولسمشر ته سلا مشورې ورکړي او همداراز به د هېواد له قوانینو سره سم به د نورو سیاسي گوندونو په څېر د سیاسي فعالیت حق ولري. د دغې سرچینې د معلوماتو له مخې، حزب اسلامي ویلي: هغه وخت به خپل ټول پوځي او جگړهییز تشکیلات له منځه یوسي چې هوکړهلیک د ولسمشر او د سولې عالي شورا او نړیوالې ټولنې له خوا لاسلیک شي.
د دواړو لوریو ترمنځ د اختلاف ټکي لا هم شته. د بېلگې په ډول، د حزب اسلامي پلاوي د ښاغلي حکمتیار او شمشتو کمپ کډوالو لپاره د ښارگوټو غوښتنه هم کړې ده. دغه ښارگوټي باید په کابل کې وي، تر څو ښاغلی حکمتیار وکولی شي په کې خوندي ژوند وکړي.
د اختلاف بل ټکی دا دی، چې سیاسي هوکړهلیک باید د څلور اړخیزو ناستو د ټولو اړخونو له خوا لاسلیک شي. که څه هم څلور اړخیزې ناستې له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو لپاره پیل شوې وې چې بې پایلې پای ته ورسېدې. د څلور اړخیزو ناستو غړي، پر افغانستان او پاکستان سربېره چین او امریکا هم وو.
سرچینه همداراز وايي، چې د هوکړهلیک لاسلیک سره سم، د حزب اسلامي د زندانیانو خلاصون بل د اختلاف ټکی دی او همدارنگه حزب اسلامي له افغان حکومت څخه غوښتی چې ټول نړیوال بندیزونه چې پر حزب لگېدلي، باید لرې شي.
دغه د اختلاف ټکي به ولسمشر غني ته وړاندې کېږي او وروستۍ پرېکړه به هغه کوي.
په دې اړه تر دې دمه حزب اسلامي څه نه دي ویلي.