خبرونهسلايډ

باراک اوباما سعودي عربستان ته ورسېد

د امریکا ولسمشر باراک اوباما نن سعودي عربستان ته د خپل دوه ورځني سفر لپاره رسېدلی دی. تمه کېږي چې په دې دوه ورځني سفر کې به باراک اوباما د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ملاقاتونه وکړي او د پنجشنبې په ورځ به د خلیج د مرستو شورا له مشرانو سره هم لیدنه وکړي.

له باراک اوباما سره په دې سفر کې د دفاع وزیر اشتون کارتر هم مل دی. کارتر به له خپل سعودي سیال سره د نظامي مرستو او کوښښونو لپاره کتنه وکړي د دوی د غونډې مهمه برخه به په سیمه کې د ایران د لاسوهنو په اړه وي.

امریکا له سعودي سره په خپل اویا کلن تاریخ کې نږدې اړیکې لري. دوی له نن نه شپږ کاله مخکې په همدې ورځ د پرمختللو وسلو د اخیستلو لپاره د ۶۰ ملیاردو ډالرو تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې یې سعودي نویو جنگي الوتکو ته هم لاسرسی پیدا کړ.

د اوباما دا سفر وروسته له هغې کېږي چې د سعودي او د امریکایانو تر منځ سیاسي اړیکې د ایران له اتومي هوکړې وروسته خرابې شوي دي.

په دې وروستیو کې امریکا غوښتل چې خپلو اتباعو ته اجازه ورکړي تر څو په محاکمو کې له سعودي څخه د سپتمبر په بریدونو کې د خپلو وژل شوو خپلوانو د تاوان غوښتنه وکړي چې دا سعودي ته د منلو وړ نه وو. سعودي وايي چې د سپتمبر په بریدونو کې لاس نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button