افغانستانسلايډ

د وردوج د نيولو لپاره عمليات پيل شول

امنيتي ځواکونو د افغانستان شمال ختيځ کې د بدخشان د وردوج ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل کړي. د بدخشان وردوج او يمگان ولسوالۍ له تېر کال راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن څرگنده کړې، د دې عملياتو لپاره پوره چمتو والی شوی، او اوسمهال د وردوج په شاوخوا کې پيل شوي دي.

نوموړی وايي، دولتي ځواکونه تر دې دمه د وسله والو له کوم غبرگون سره نه دي مخ شوي. د هغه په وينا عملیات به په بشپړ ډول د طالبانو تر پاکولو دوام وکړي.

د افغانستان امنيتي ځواکونو په داسې حال کې د هيواد په ټولو ولايتونو کې د نويو عملياتو د پيلولو ويلي، چې وسله والو طالبانو هم څه موده وړاندې د «عمري» په نامه عمليات پيل کړل. د طالبانو د عملياتو پيلولو له اعلان سره سم د هيواد په گڼو ولايتونو کې گرمې جگړې پيل شوې، چې لا هم روانې دي.

بل لور ته د ملي يووالي حکومت نن کابل کې د وسله والو د مرگوني بريد په غبرگون کې د سولې د څلور اړخيزې کمېټې غونډې تحريم کړې. ملي يووالي حکومت دا پرېکړه په داسې وخت کې وکړه، چې څو ورځې وړاندې په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز روانه مياشتې کې د دې کمېټې د يوې بلې غونډې وړاندوينه کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button