د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد رسنیو ته ویلي چې په ننۍ ځانمرگي چاودنه او برید کې ۲۷ تنه مړه او ۳۲۷ نور ټپیان دي. د مجاهد په وینا تر دې دمه ۱۸۲ ټپیان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او پاتې نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش د سیاسي او نړیوالو اړیکو سلاکار سید انور رحتمي رسنیو ته ویلي چې په ننۍ پېښه کې د سرور دانش وراره عباس دانش هم وژل شوی دی. د رحمتي په وینا عباس دانش د ملي امنیت د سترو سټو ساتنې د برخې ښوونکی وو چې نن په ټولگي کې د روزنې په دوران کې د چاودنې له امله وژل شوی دی.
چاودنه ارگ ته نږدې سیمه کې شوې وه. د ارگ مسوولین وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه، تر دې چې د دوی د دفترونو ښیښې هم د چاودنې له امله ماتې شوې دي.