که سړی او ښځه ښې جنسي اړيکې ولري، د بل لوري پر نورو ډېرو غلطيو سترګې پټوي. ښې جنسي اړيکې په لنډ وخت کې نه ترسره کېږي. د جنسي اړيکو کميت او اندازه ډېره مهمه ده. هغه جنسي اړيکې چې له نيم ساعت څخه نيولې تر شل دقيقو څخه کمه وي، اغېزمنه او راضي کوونکې نه ده. ښې جنسي اړيکې لږ تر لږه نيم ساعت وخت نيسي.
جنسي لذت ډېر لنډ او خوښوونکی دی، نو بايد ډېر لنډ او يوازې د اړتيا د پوره کولو له پاره نه وي. په حقيقت کې اوږدې او ښې جنسي اړيکې د يوه ښه او خوشاله ژوند تضمينوونکې کېدای شي. ډېری وختونه ښايي يو طرف د اوږدې جنسي اړيکې حوصله ونه لري، مګر له اوليه تحرکاتو وروسته دغه حوصله زياتېدای شي.
د جنسي اړيکو پر مهال بايد له مختلفو لارو ګټه پورته کړئ. لومړی بايد حوصله وکړئ چې مناسب وخت کې يې پيل کړئ. په دغسې وخت کې کولای شئ له کوروالي څخه ډېر لذت پورته کړئ. دغه ډول کامل او کافي ارضا مو د فزيولوژۍ له نظره هم اخلاق سموي او هم مو په خپل منځ کې مينه زياتوي.
لومړی بايد دېته فکر وکړئ چې مناست ځای او فرصت ولرئ. مثلا بايد د ماشومانو له خوب څخه ډاډه اوسئ. بله دا چې بايد شخصي آرامي ولرئ او رفتار مو د بيړې او منډې نه وي، تر څو مقابل لوری هم مضطرب نه شي او له جنسي اړيکو خوند واخلي.
داسې ښکاره کوئ چې اصلا د جنسي اړيکو اراده نه لرئ. په دغسې حالت کې اړيکې ډېر وخت نيسي او چې ډېر وخت يې ونيو، په ښه شکل ترسره کېږي. که سړی ياستئ، د ښځې په ځنډ ارضا کېدو مه خسته کېږئ. کله چې د دواړو خواوو جنسي تحريک لوړ شو، اړيکې ژر مه پای ته رسوئ. ځکه کله چې يو طرف ارضا شو، بل ته د اړيکو دوام ستونزمن او ستړی کوونکی شي. يعنې هېڅ لوری بايد ژر انزال ونه کړي.
نو بايد د جنسي اړيکو کميت ته ډېر پام وکړئ. د جنسي اړيکو له مختلفو اشکالو استفاده وکړئ او په آرامۍ سره يې ترسره کړئ تر څو دواړو خواوو ته د قناعت وړ وي.
څنګه ډېره موده جنسي اړيکې ولرو؟
هر شخص بايد د انزال د کنترول وړتيا ځان کې پيدا کړي، تر څو ډېره موده کې ارضا شي. په نورو الفاظو، بايد له ژر انزال څخه ځان وژغورو. ژر انزال د ډېری سړيو عامه ستونزه ده چې پر کورنۍ ژوند ډېر تاثير لري. ډېری هغه کسان چې د ژر انزال له ستونزې سره مخ دي، د شرم پر اساس ډاکټر ته نه ورځي.
د ژر انزال د مخنيوي يوه اغېزمنه او ګټوره طرحه د start & stop په نامه پېژندل کېږي. مطلب دا چې کله چې جنسي اړيکو کې انزال ته نږدې کېږئ، ژر له اړيکو لاس واخلئ او لنډه موده کې هېڅه مه کوئ.
د ژر انزال يو اساسي لامل پر انسان ذهني فشار يا سټرېس دی. که ورزني ژوند کې له ستونزو او عصبي فشارونو سره مخ وي، جنسي اړيکې يې هم لنډې وي، نو د دغې ستونزې مخنيوی د انسان پر جنسي ژوند هم اغېزه لري.