خبرونهسلايډ

د سولې څلور اړخيزې ناستې پايله او د چين اغېز

افغان حکومت له تېرو دوو کلونو راهيسې د سولې په اړه جدي څرگندونې کوي او غواړي، چې د امريکا، چين او پاکستان په مرسته طالبان د سولې خبرو ته کينوي.
ډېری افغان کارپوهان په دې نظر دي، چې پاکستان د افغانستان په سوله کې فعال رول ادا کولای شي، مگر د زړه له تله دې بهیر کې هڅې نه کوي.

يو شمېر افغان کارپوهان په دې اند دي، چې طالبان د پاکستان اغېز لاندې دي، پاکستان بیا د چين تر اغېز لاندې او د دې لپاره ښه لار دا ده، چې افغان حکومت له چين سره د اړيکو له لارې پر پاکستان فشار راوړي.

په لومړيو کې ډېری افغانان په خوشبينۍ کې وو، چې چين به پاکستان دې ته اړ کړي، چې طالبان د خبرو مېز ته کينوي او د څلور اړخيزو ناستو له لارې يې هڅه وکړه، چې طالبان د سولې خبرو ته تيار کړي؛ خو دغې هڅې تر اوسه عملي پايله نه ده ورکړې.
ايا چين دا کولای شي، چې پاکستان د افغانستان لپاره خوابدی کړي؟

پاکستان د چين اوږدمهالی ستراتيژيک دوست دی او دا به هېڅکله ونه کړي، چې د افغانستان لنډمهالې دوستۍ لپاره دې پر پاکستان دومره فشار راوړي، چې خوابدی يې کړي. د چینایانو له نظره، پاکستان په سیمه کې د چین «اسراییل» دی.

دلته دوه خبرې د پام وړ دي:
اول دا، چې پاکستان رښتيا هم پر طالبانو هر ډول فشار راوړی شي که نه، دا يوازې د رسنيو د هغو پرله پسې پروپاگندونو اغېز دی، چې افغان حکومت او پاکستان داسې څرگندونې وکړې، چې طالبان به د سولې خبرو ته تيار کړي.

د دې پوښتنې ځواب «نه» دی؛ ځکه چې اوس نړيوال څارونکي په دې پوه شوي، چې طالبان د خپلو خبرو لپاره يو ځانگړی ميکانيزم لري، د سيمې او نړۍ هېوادونه يې پر دې پوه کړي، چې دوی په خپله قضيه کې د چا فشار نه شي منلی او له همدې امله يې د څلور اړخيزو ناستو پر مهال اعلان وکړ، چې دوی په دغو ناستو کې د يو شمېر دلايلو له امله گډون نه کوي.

طالبان ټينگار کوي، چې امريکا د روانې افغان جگړې اساسي برخه ده، په دې وروستيو کې يې افغانستان ته د نوو سرتېرو د رالېږلو اعلان کړی او د سولې په برخه کې د درېيمگړي په توگه د رول ادا کولو هڅه کوي، چې دا کار طالبانو ته د منلو وړ نه دی.

طالبانو ويلي، چې امريکا د جگړې اصلي لوری دی، د افغانستان روانې جگړې د بهرني عامل په توگه دوی لومړی غواړي، چې امريکا سره خبرې وکړي او له هغې وروسته به افغان لوري سره د خبرو له لارې د روان کړکېچ په اړه تفاهم ته د رسېدو هڅه وکړي.
د طالبانو مشرتابه ټينگار کوي، چې تر څو يو بهرني پوځي هم په افغانستان کې وي، دوی به خپل مقاومت ته دوام ورکوي او که څوک د سولې په برخه کې د خبرو هوډ لري، نو قطر کې دې د دوی د سياسي دفتر له استازو سره وگوري.

دغه وخت کې يو شمېر کارپوهان په دې اند دي، چې چين بايد پاکستان دې ته اړ کړي، چې طالبان د سولې بهير کې د گډون لپاره تيار کړي.

چين او پاکستان اوږدمهالي ستراتيژيک دوستان دي او چين نه غواړي، چې د پاکستان دوستي له لاسه ورکړي.

پاکستان له خپلواکۍ راهيسې د امريکا ملگری دی او د م۱۹۶۰ لسيزې پر مهال، چې جنرال ايوب خان د پاکستان ولسمشر و، له هغه وخته امريکايي پوځيان په پاکستان کې پراته دي، تر اوسه دغو امريکايي پوځيانو د چين پر ضد هېڅ ډول گام يا څرگندونې نه دي کړي، چين همدارنگه د خپل رقيب هند لپاره هم پاکستان سره ښې اړيکې لري.

د چين ولسمشر، چې تېر کال پاکستان ته تللی و، په څرگندو ټکو يې اعلان وکړ، چې د پاکستان دوست د چين دوست دی او دوښمن يې هم د چين دوښمن دی.
چينايي ولسمشر اسلام اباد سره د ۴۷ ملياردو امريکايي ډالرو ۵۴ تفاهم ليکونه او تړونونه لاسليک کړل او ل هغې وروسته يې افغانستان سره يې اتيا ميليونه مرسته کړې ده.

چين نه شي کولای، چې پاکستان د افغانستان لپاره خوابدی کړي، خپله اوږدمهالې ملگرتيا له لاسه ورکړي او چين هم اوس پر دې پوهېږي، چې پاکستان په طالبانو اغېز لري، خو دومره فشار پرې نه شي راوړی، چې په زوره يې د خبرو مېز ته کينوي.

بل پلو د چين او طالبانو اړيکې هم څرگندې دي. چين غواړي، چې طالبانو سره ښې اړيکې ولري او له دې لارې د چين په لوديځ کې د ايغوري پاڅونوالو د وسله وال مقاومت مخه د خبرو اترو له لارې ونيسي.

د امريکا د سولې انسټيوټ کې د سويلي اسيا د چارو کارپوه کالن کوکمن هم په دې اند دی، چې چين نه غواړي، چې د افغانستان د لنډمهالې ملگرتيا لپاره پر پاکستان دومره فشار راوي، چې د پاکستان د ناراضۍ لامل شي.

کوکمن د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرو راتلونکې ته هم خوشبين نه دی او وايي، چې دواړه لوري په خپلو شرطونو ټينگار کوي او په دغسې يو حالت کې د سولې بهير نه شي کاميابېدای.

د افغان سولې بل مهم اړخ د ملي يووالي حکومت او سياسي گوندونه دي.
د ملي يووالي حکومت د سولې په اړه «خپلواکه سالمه» کړنلاره نه لري او له همدې امله يې هره هڅه د ښې پايلې پر ځای ناوړه پايله او ناکامي رامنځته کوي.
د ملي يووالي حکومت گڼ گډونوال په څرگنده د سولې بهير سره خپل مخالفت اعلانوي، چې دې سره وسله وال مخالفين د سولې پر روان بهير نور هم بې باوره کيږي.

Related Articles

Back to top button