افغانستان

ولسي جرگه: سخي مشواڼی لس ورځې د جرگې په ناستو کې گډون نه شي کولای

ولسي جرگې د کونړ د خلکو پر استازي غلام سخي مشواڼي بنديز لگولی، چې لس ورځې د شورا په ناستو کې گډون نه شي کولای.

د ولسي جرگې غړي غلام سخي مشواڼي تېره اوونۍ د رسمي غونډې پر مهال د کليو او پراختيا پر وزير نصير دراني د سوکانو وار کړی و، چې له امله يې ياده غونډه گډه وډه شوې وه او غلام سخي مشواڼی د امنيتي ځواکونو له لوري له جرگې ويستل شوی وو.

له يادې پېښې وروسته گڼو خلکو د ښاغلي مشواڼي دغه کړنه وغندله او له حکومته يې غوښتنه وکړه، چې نوموړی د ولسي جرگې له عضويته محروم کړي.

د کليو او پراختيا وزير سره له شخړې وروسته غلام سخي له ښاغلي دراني بښنه غوښتې ده.

د ولسي جرگې يو شمېر وکيلانو هم ټينگار کړی، چې د کليو او پراختيا د وزير سپکاوی کوونکی وکيل دې له جرگې وشړل شي، مگر ولسي جرگې په خپله نننۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې غلام سخي مشواڼی به د لسو ورځو لپاره د ولسي جرگې غونډو ته نه راځي.

نن هم د ښاغلي دراني په ملاتړ لوگر کې پراخ لاريون وشو او سلگونه کسانو د ولايت مرکز پل علم کې د غلام سخي پر ضد لاريون وکړ او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې د نوموړي وکيل پر ضد جدي گامونه پورته کړي او د ولسي جرگې له غړيتوبه يې محروم کړي.

Related Articles

Back to top button