د فارياب د بلچراغ ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو پنځو ساتونکو سره د وسله والو په يوه بريد کې وژل شوی دی. د فارياب امنيتي سرچينو د پېښې پخلی کړی.
چارواکي وايي، پېښه پرون ماښام د گرزيوان ولسوالۍ په جرکلا سيمه کې رامنځته شوه.
هغوی زياتوي، د بلچراغ امنيه قوماندان سمونوال نجيب الله له خپلو پنځو ساتونکو سره د وسله والو په يوه بريد کې ووژل شو.
د فريد احمد رنجبر په نوم يوه تن فېسبوک کې د وژل شوي قوماندان عکس پورته کړی او ورسره يې ليکلي، زما د تره زوی قوماندان نجيب الله خان بلچراغ ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د فارياب د ولايتي شورا غړي محمد سميع هم د سمونوال نجيب الله وژل کېدنه تاييد کړې ده او زياته کړې يې ده، چې امنيتي ځواکونو په گرزيوان ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي و، چې د بلچراغ پوليسو هم په کې گډون درلود. نوموړی وايي، جگړه کې د بلچراغ امنيه قوماندان او د هغه پنځه ساتونکي ووژل شول.
د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو گمان کې طالبانو به ترسره کړې وي.