د اسلامي هېوادونو کنفرانس کې د ايران «ترهګريز» سياستونه وغندل شول
د ترکيې په استانبول ښار کې د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې د حزب الله ترورېستي کړنې او ورسره د ايران سياستونه وغندل شول، چې د ايراني چارواکو د احتجاج او له غونډې د وتلو لامل شو.
په استانبول کې د يادې غونډې په وروستۍ ناسته کې ايران د ترورېزم په ملاتړ او د مختلفو هېوادونو په داخلي چارو کې په لاسوهنه تورن شو او د ايران دغه بهرنۍ پاليسې وغندل شوه. مګر د غونډې د پرېکړه ليک د لوستلو پر مهال د ايران ولسمشر حسن روحاني او د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په غونډه کې نه وو ناست.
راپورونه کاږي چې ايراني چارواکو د پرېکړه ليک ليکلو پر مهال ډېره هڅه وکړه چې د دغسې څرګندونو مخه ونیسي، خو هڅو يې پايله ورنه کړه، ځکه خو دوی په وروستۍ ناسته کې برخه وانخيسته.
سعودي چارواکو څو ورځې وړاندې ښکاره ويلي وو چې په سيمه کې د ايراني کړنو د غندلو په اړه به خپلې هڅې کوي. له همدې امله ايراني ولسمشر حسن روحاني د غونډې په پيل کې په خپلو خبرو کې وويلې چې د اسلامي هېوادونو کنفرانس د يووالي په نامه رابلل شوی او هر پيغام چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلاف ته لمن وهي، ارزښت نه لري.
رويټرز خبري آژانس راپور ورکوي چې د استانبول د غونډې د وروستۍ ناستې په خبرپاڼه کې راغلي: «کنفرانس د بحرين، يمن، سوريه او سوماليې په کورنيو چارو کې د ايران په لاسوهنه او له ترورېزم د دغه هېواد د ملاتړ په دوام ډېر متاسف دی».
پاتې دې نه وي چې سعودي او متحدانو يې پخوا هم ورته هڅې او کړنې ترسره کړې وې. تېره مياشت د خليجي هېوادونو د همکارۍ په اداره او عربي اتحاديه کې حزب الله، چې د ايران ځوکمن سيمه ييز ملاتړی دی، د ترورېستي ډلو لېست کې راوست.