خبرونهسلايډ

افغانستان کې ډېری خبریالانې له جنسي ځورونې سره مخ شوي

یوې تازه خپرې شوې نظرپوښتنې ښوولي چې ډېری افغانې خبریالانې د ژورنالیستیک کار پر مهال له جنسي ځورونې سره مخ شوې دي.
د خبریالانو د مصوونیت د کمېټې مشر، نجیب شریفي وايي، چې د کابل، بلخ، ننګرهار، کندوز، هرات، کندهار او خوست ۱۰۰ خبریالانو په دغه نظرپوښتنه کې ګډون کړی و چې په سلو کې ۶۹ یې د رپوټ برابرو پر وخت د خلکو له لورې له جنسي ځورونې نه شکایت کړی دی.
په دغې نظرپوښتنه کې تر ټولو وېروونکې خبره دا ده، چې ۵۹ سلنه ښځې ان په خپلو کاري خبري دفترونو کې هم له جنسي ځورونې خوندي نه دي. په دې نظرپوښتنه کې پاموړ شمېر ښځینه خبریالانو ویلي چې په دفتر کې له جنسي ځورونې سره مخ شوې دي.
شریفي وویل چې د دې نظر پوښتنې په سلو کې ٥٣ گډون کوونکو ویلي دي چې د کورنۍ غړي یې په رسنیو کې د هغوی له کار کولو خوښ نه دي. هغه زیاته کړه چې په سلو کې ٢٥ گډون کوونکو په کابل کې، پنځوس فیصدو په بلخ، او ٨٠ په سلو کې په کندهار کې ویلي دي چې د کورنیو له نظره ښځې په رسنیو کې د کار کولو حق نه لري.
د جنسي ځورونې له افشا کېدو سره، په دې نظرپوښتنه کې دا خبره هم جوته شوې چې ۸۵ سلنه کورنۍ له خپلو لوڼو غواړي چې په اسلامي حجاب سره کار ته ولاړې شي.
په دې نظر پوښتنه کې څرګندېږي، چې ښځېنه خبریالانې د نارینه وو په پرتله ژر په ژورنالیستیکي دفترونو کې کار موندلی شي.
همدراز ۴۲ سلنه ښځینه وو خبریالانو ویلي دي چې په رسنیو کې کار کول د دې سبب کېږي چې مېړه ونه مومي او کورنۍ تشکیل نه کړي.

Related Articles

Back to top button