د زابل چارواکو خبر ورکړی، چې وسله والو طالبانو شاجوی ولسوالۍ کې شل دولتي ښوونځي خپله ولکه کې اخيستي دي. دغه ښوونځي هغو سيمو کې دي، چې د دولت حاکميت هلته کمزوری دی.
د شاجوی د سيمهييزو پوليسو قوماندان گل اغا وايي، طالبانو د شاجوی په بېلا بېلو کليو کې دغه شل ښوونځي له درې ورځو راهيسې تړلي دي. نوموړی وايي: «طالبان غواړي، د دې ښوونځيو استاذان او مديران په خپله خوښه وگماري او خپله د ښوونځيو څارنه وکړي».
د زابل والي بسم الله افغانمل هم د دې خبر پخلی کړی، هغه وايي، د ستونزې د اواري لپاره يې د قومي مخورو په منځگړتوب طالبانو سره خبرې پيل کړې دي او ژر به دا ښوونځي پرانيستل شي.
طالبانو په دې وروستيو کې د ښوونځيو په اړه له نوې تگلارې کار اخلي، چارواکي مني، چې طالبان دغه ښوونځي تړي نه، خو چارې يې په خپل لاس کې اخلي او د پوهنيز بهير څارنه کوي.
د ځينو سيمو خلک وايي، وسله وال تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې د ښوونکو د سوبتيا کلکه پوښتنه کوي، ښوونځيو ته ورځي، او چې کوم ښوونکی يا اداري کارکوونکی غير حاضر وي، معاش ترې پرې کوي.
د ځينو سيمو دولتي چارواکي بيا وايي، طالبانو ترې غوښتي، په هغو سيمو کې ښوونځي پرانيزي، چې تر دې دمه ترې بې برخې دي، خو ډېری سيمو کې دا کار د بوديجې د کموالي يا نشت له امله پاتې کېږي.