افغانستانسلايډ

«طالبان د درقد ولسوالۍ نيولو ته راټول شوي»

د تخار امنيتي چارواکو خبر ورکړی، چې وسله وال طالبان د درقد ولسوالۍ د نیولو هوډ لري.

د تخار امنيه قوماندان نور محمد حکيمي رسنيو ته ويلي، «ډلې ډلې طالبان درقد ولسوالۍ ته ور ټولېږي او پلان لري دغه ولسوالۍ ونيسي».

تخار د بغلان، بدخشان او کندز له نا امنه ولايتونو سره پوله لري او چارواکي اندېښنه لري، چې په راتلونکې کې به تخار کې د طالبانو فعاليت لا پراخ شي.

امنيه قوماندان حکيمي څرگنده کړې، چې د طالبانو له لوري د خواجه بهاوالدين، ينگي کلا او درقد ولسواليو ته ټاکل شوي ولسوالان ټول له خپلو کسانو سره درقد کې راټول شوي دي او د ولسواليو د نيولو هڅه کوي.

هغه زياته کړې ده: «طالبان اوسمهال درقد کې ولسي اډه لري او د جلب او جذب چارې يې پيل کړې دي».

خو نوموړی ډاډه دی چې امنيتي ځواکونه د طالبانو مخه نيولی شي.

د تخار درقد ولسوالۍ تېر کال د طالبانو لاس ته ورغلې وه او يوه مياشت له هغوی سره وه، وروسته د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ترې ووتل.

د تخار مدني فعالان بيا د امنيتي ځواکونو چمتو والي ته د شک په سترگه گوري او وېره لري، چې نا امني به د ولايت نورو برخو ته هم خپره شي.

Related Articles

Back to top button