چين افغانستان سره پر پوله امنيت ټينگوي
ټاکل شوې ده، چې چين افغانستان سره پر پوله د امنيت ټينگولو په خاطر ځينې گامونه پورته کړي. ويل کېږي، چين دغه گامونه د توندلارو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه پورته کوي او ژر به پلي کړای شي.
خو د امريکا يوې ورځپاڼې «بلومبرگ» څرگنده کړې ده، چې چين وروسته له هغه په دې کار غور ورکړ، چې د ملي يووالي حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې خبرې ورته ناکامې وبرېښېدي.
له چين وړاندې تاجکستان هم د ورته گامونو پورته کولو ويلي وو او ځينو نورو هيوادونوهم د افغانستان شمال کې د جگړو له وېرې خپل استازيتوبونه تړلي وو.
افغانستان سره د چين د ولکې لاندې اويغور ايالت پوله لري او ويل کېږي، چېن وېره لري، افغانستان کې د جگړو ډېرېدو سره دغه سيمه د وسله والو په پټنځايونو بدله نه شي.
چين د سولې په اړه روانو خبرو کې د څلور اړخيزې کمېټې غړی دی، که څه هم د دې خبرو په اړه تېرو غونډو کومه مثبته پايله ونه لرله، خو بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز څو ورځې وړاندې وويل، روانه مياشت کې به په دې اړه يوه بله غونډه ترسره شي.