خبرونهسلايډ

همدرد له حزب اسلامي سره د خبرو پر بریا باور نه لري

د افغان حکومت او حزب اسلامي (حکمتیار) ترمنځ تر دې دمه د سولې درې پړاوه خبرې اترې ترسره شوې دي. تر اوسه دغو خبرو اترو کې کوم پاموړ پرمختګ نه دی شوی.

تمه وه چې د خبرو بل پړاو تېره شنبه ترسره شي؛ خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ دغه پړاو ترسره نه شو.

د حزب اسلامي پخوانی قومندان او د پکتیا پخوانی والي، جمعه خان همدرد د سولې دغو خبرو ته د شک په سترګه ګوري او ګومان کوي چې اوسنی حکومت بې واکه دی. همدرد وايي: «زه پر دې ډېر باور نه لرم؛ ځکه دا یو کمزوری حکومت دی او د قانون پر اساس نه دی جوړ شوی».

جمعه خان همدرد وايي، حزب اسلامي د جګړې او د سولې راتګ غواړي او په سیاسي جوړښت کې د حزب اسلامي ګډون وروستۍ خبره ده.

همدرد هغه ګنګوسي ردوي چې ګواکې حزب اسلامي د افغانستان پر سوله او جګړه کوم اغېز نه لري. د همدرد په وینا «دا ټوله ته معلومه ده چې حزب اسلامي څومره قوت لري».

Related Articles

Back to top button