خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

د امريکا او سعودي ترینگلې اړيکې به عادي شي؟

په دې وروستيو کې عربي او غربي رسنيو يو ځل بيا د سعودي او امريکا د اړيکو په اړه بحثونه پيل کړي، په داسې حال کې، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما راتلونکې اوونۍ سعودي عربستان ته په سفر ځي.

فارن پاليسي په خپله تازه گڼه کې ليکلي، چې بارک اوباما بايد رياض ته له تلو وړاندې د سعودي کورني او بهرني سياست په اړه ژور فکر وکړي، د بروکسل، لاهور، استنبول او بغداد چاودنې، همدارنگه په سعودي کې دننه چاودنې، پر شاهي کورنۍ د خلکو بې باوري، مخ پر زياتېدونکې بې کاري، د يمن په سويل کې د سعودي په مشرۍ د ايتلاف هېوادونو جگړه، د ايران او امريکا ترمنځ اتومي تړون د سعودي عربستان د سياسي انزوا لامل شوی دی. فارن پاليسي امريکايي ولسمشر ته سپارښتنه کړې، چې رياض ته له تلو مخکې بايد په دې اړه ژور فکر وکړي.

واشنگټن کې د عربي چارو د څېړنو مرکز اجراييوي مدير خليل جهشان وايي، چې امريکا کې گڼې داسې کړۍ شته، چې د رياض او واشنگټن ترمنځ د ښو اړيکو پر ضد دي او بهانه يې دا ده، چې سعودي د بشري حقونو سرغړوونکی هېواد دی او د ترهگرۍ پر ضد د دغه هېواد کړنلاره نه ده څرگنده.

د جهشان په وينا په متحده ايالتونو کې له ۴۰٪ تر ۶۰٪ سياسي فکر لرونکي خلک د واشنگټن او رياض اړيکو ته په ښه سترگه گوري، مگر يو شمېر نورې کړۍ بيا هڅه کوي، چې دغه اړيکې له منځه يوسي.

له بلې خوا د سياسي علومو استاد، عبدالکريم الدخيل وايي، چې د امريکا او سعودي عربستان اړيکې د يوې څرگندې ستراتېژۍ له مخې روانې دي، سره له دې، چې ستونزې او کړاوونه په کې راغلي؛ خو بيا هم ستونزې په لنډ وخت کې له منځه تللي او اړيکې سمې شوي دي.

الدخيل د رياض او واشنگټن اړيکو ته د ځمکنيو حقايقو او گټو له نظره گوري او زياتوي، چې ولسمشر بارک اوباما فکر په دې وروستيو کې بدل شوی او په هره اړيکه کې د خپل هېواد گټو ته اولويت ورکوي.

دخيل زياتوي، له هغه وخته، چې بارک اوباما سپينې ماڼۍ ته رسېدلی، هېواد يې له گڼو داخلي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او له هېواده بهر په افغانستان او عراق کې د روانې امريکايي جگړې په اړه اندېښمن و او له خپل ولس سره يې ژمنه کړې وه، چې خپل سرتيري به بېرته خپل هېواد ته رالېږي، د نوموړي د واکمنۍ پر مهال په منځني ختيځ کې ستونزې او کړاوونو نور هم زيات شول.

د عبدالکريم دخيل له نظره په تېرو اتيا کلونو کې د امريکا په سياست کې درې ځله ژور بدلونونه راغلي دي، د لومړي ځل لپاره له دويمې نړيوالې جگړې وروسته، بيا د شوروي اتحاد له نسکورېدو وروسته او درېيم بدلون د اوباما له لوري د ختيځې نړۍ کې سياست ته ډېره پاملرنه ده.

دخيل د امريکا او سعودي ترمنځ د شخړو او بې باوريو لاملونو ته په اشاره وايي، چې د امريکا او نورو غربي هېوادونو له لوري په عراق، سوريې او ليبيا کې مداخله ده، چې له امله يې دغو هېوادونو کې داخلي ستونزې او شخړې راپيدا شوي دي.

خليل جهشان او عبدالکريم الدخيل دواړه په دې نظر دي، چې د امريکا او سعودي په سياستونو کې ستونزې راغلي او د تېرو څو لسيزو په ترڅ کې د هر ډول ستونزو او بې باوريو سربېره د دواړو هېوادونو اړيکې نه دي پرې شوي او د دې معنا دا ده، چې د رياض او واشنگټن اړيکې له گواښ سره نه دي مخ.

جهشان وايي، چې د سوريې، عراق او يمن کړکېچ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو لامل دی او سربېره پر دې امريکا، چې د ترهگرۍ ضد جگړې په اړه له سعودي عربستان څخه کوم کارونه غواړي، سعودي يې د پوره کولو فکر يا توان نه لري او د اختلاف بل ټکی د فلسطين موضوع ده.

جهشان ټينگار کوي، چې اوباما په شخصي توگه د امريکا په سياست کې يوازې ۲۰٪ اغېز لرلای شي، د امريکايي سياست اتيا سلنه د اسټبليشمڼت له لوري پر مخ بیول کيږي او د اوباما په تلو سره به د امريکا په سياست کې پاموړ بدلون رانه شي.
دخيل د امريکايي ولسمشر د منځني ختيځ د سياست په اړه وايي، اوباما پوهېږي، چې په منځني ختيځ کې يې ستراتيژي ناکامه شوې او له همدې امله دی هڅه کوي، چې د خپلو ناکاميو پړه پر نورو واچوي، د ټولو ملامتياوو گوتې عربي هېوادونو ته نيسي او دې ته نه گوري، چې اوباما د ايران په اړه څنگه پرېکړې کړي، چې د عربي نړۍ اندېښنې يې راپارولي دي.

د عربي چارو شننونکي وايي، چې عربي هېوادونه د ايران او منځني ختيځ په اړه د اوباما له ستراتيژۍ اندېښمن دي او فکر کوي، چې د ايران او نړيوالې ټولنې ترمنځ اتومي تړون به ايران د سيمې قوي هېواد کړي او د عربي هېوادونو لاسونه به ورته وتړلي.

برتانوي ژورناليست او انډيپينډينټ ورځپاڼې لپاره د عربي چارو شنونکی رابرټ فيسک وايي، چې اوباما په لوی لاس غواړي ايران د سيمې يو غښتلی هېواد کړي، له همدې امله يې ورسره اتومي تړون لاسليک کړ او له دې وروسته به ايران په سيمه کې د امريکا لپاره د پوليس دنده ترسره کوي.

د څارونکو په اند راتلونکي اوونۍ د خليجي هېوادونو په غونډه کې د اوباما گډون به کومه نوې خبره ونه لري، کېدای شي عربي هېوادونه، په ځانگړې توگه سعودي عربستان د ايران په اړه ورته خپلې اندېښنې څرگندې کړې. اوباما په داسې وخت کې رياض ته سفر کوي، چې د واکمنۍ دوره يې په ختمېدو ده او دی بايد د سپينې ماڼۍ له پرېښودو مخکې د واشنگټن او خليجي هېوادونو اړيکې عادي حالت ته راولي.
دا، چې اوباما به په خپلو هڅو کې بريالی شي که نه راتلونکې شپې ورځې د امريکا او سعودي د سياست په اړه د پام وړ دي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې پر کوم لور ځي.

Related Articles

Back to top button