سلايډسيمه او نړۍ

د امريکا د سمندري ځواکونو يو افسر چين ته په جاسوسۍ تورن شو

د امريکا پوځي چارواکي وايي، چې د سمندري ځواکونو يو افسر يې چين او تايوان ته د جاسوسۍ په تور نيولی دی.

اسوشيټ خبري اژانس د چارواکو له قوله د دغه افسر نوم ډگرمن ايډورډ لن ښودلی، چې په تايوان کې زيږېدلی، مگر زده کړې او ژوند يې په امريکا کې کړی دی.

ډگرمن ايډورډ د ورجينيا سمندري اډه کې بندي دی او کېدای شي ډېر ژر د پوځي محکمې له لوري محاکمه شي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې نيول شوي امريکايي ډگرمن خپلې چينايي محبوبې ته د امريکا پټ رازونه ورکړي.

امريکايي رسنۍ د نوم نه ښودلو په شرط د چارواکو له قوله وايي، چې د ايډورډ لن اړيکې او کړنې شکمنې وې، له ډېر وخته دی د څار لاندې و او د ملي رازونو په اړه يې چين ته معلومات ورکړي دي.

نوموړی له دې مخکې په بدلمنۍ او همجنسبازۍ هم تورن شوی و.

چارواکي وايي، چې تورن ډگرمن تايوان او تر ډېره چين ته د ملي استخباراتي رازونو په اړه معلومات ورکول، په دې اړه څېړنې روانې دي او بشپړ معلومات به وروسته څرگند شي.

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنيټ هم منلې، چې د سمندري ځواکونو يو افسر بهرني هېواد ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی دی، مگر په دې اړه يې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

رويټرز خبري اژانس د چارواکو له قوله ليکلي، چې ډگرمن لن د «هوايي» پر نړيوال هوايي ډگر هغه مهال ونيول شو، چې غوښتل يې له هېواده وتښتي.

پر نوموړي تور دی، چې د خپلو سفرونو په اړه يې خپلو چارواکو ته درواغ ويلي دي.

د امريکا د سمندري ځواکونو د روزنيز مرکز خپرونې د لومړي ځل لپاره د ډگرمن ايډورډ د نيول کېدو خبر ورکړی او ليکلي يې و، چې نوموړي د سمندري ځواکونو د استخباراتي افسر په توگه کار کاو.

د چين بهرنيو چارو او دفاع وزارت وايي، چې په دې اړه دوی معلومات نه لري او نه په دې اړه څه ويلی شي.

ايډورډ لن ۱۹۹۹م کې د امريکا سمندري ځواکونو کې شامل شو او ۲۰۰۸م کې يې امريکايي تابعيت ترلاسه کړ.

Related Articles

Back to top button