طالبانو د تېرو کلونو په څېر یو ځل بیا پسرلني عملیات اعلان کړل. طالبان هر کال له اوړي وړاندې په یوه ځانگړې نامه پسرلني عملیات اعلانوي. طالبانو تېر کال د «عزم» په نامه عملیات اعلان کړي وو.
نن د اپرېل پر ۱۲مه چې د وري له ۲۴مې سره سمون خوري، وسلهوالو طالبانو د خپلې رسمي وېب پاڼې له لارې د «عمري» په نامه پسرلني عملیات اعلان کړي. طالبانو ویلي، چې «عمري» عملیات یې د خپل بنسټگر او پخواني مشر، ملا محمد عمر په نامه نومولي.
د ملا محمد عمر د وفات د خبر له خپرېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان پوځي عملیات اعلانوي.
طالبانو ویلي چې په نوو عملیاتو کې به خپلو تهاجمي بریدونو ته دوام ورکوي او پر «حساسو» ځایونو به بریدونه کوي. په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې ټول «مضر چارواکي» به د چریکي بریدونو له لارې په نښه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پر «عمري» عملیاتو درې میاشتې کار شوی.
طالبانو د هېواد پانگهوالو ته ډاډ ورکړی چې د دوی تر ولکې راتلونکو سیمو امنیت به ټینگ ساتي.
د افغانستان د پېښو د ډېری څارونکو له نظره سږ کال د ملي يووالي حکومت او طالبانو ترمنځ د جگړې ټاکونکی کال گڼل کېږي. طالبانو تېر کال وکولی شول چې د کندوز مرکز د دوو اوونیو لپاره تر خپلې ولکې لاندې وساتي.