خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

د صدام د محاکمې پخوانی قاضي: د انتقام تنده پر محکمې برلاسې وه

له ۲۰۰۳م کال، له امریکايي یرغل وړاندې د عراقي ولسمشر صدام حسین د محاکمې یوه قاضي ځینې رازونه افشا کړي. رزکار امین د حکم له صادرېدو لس میاشتې وړاندې استفعا ورکړې وه، له «ار ټي» سره په خبرو کې یې د محکمې بهیر تر پوښتنې لاندې راوستی.

له دې وړاندې هم د بشري حقونو ډلو د صدام حسین د اعدام پر ډول او د محاکمې پر بهیر نیوکې کړې وې.

صدام حسین د ۲۰۰۶م کال د ډسمبر په دېرشمه نېټه د لوی اختر پر ورځ اعدام شو. په دغه بڼه د صدام اعدام په اسلامي نړۍ کې له دغه عراقي رهبر سره خواخوږي راوپاروله.

قاضي رزکار له ار ټي سره په خبرو کې ویلي، چې هغه محکمه چې امریکایانو رامنځ ته کړې وه، د مشروعیت له کړکېچ سره مخ وه. د وکیلانو وژنو او د قانوني اصولو نه رعایت هغه ټکي دي چې دغه قاضي ورته اشاره کوي.

صدام حسین د ۲۰۰۶ په نومبر کې، د امریکا له خوا د عراق له اشغاله درې کاله وروسته په اعدام  محکوم شو او دغه حکم یوه میاشت وروسته پلی شو. د صدام اعدام د «کمپ جاسټیس» په نامه د یوې امریکايي پوځي اډې دننه ترسره شو. په دغه ډول د صدام اعدام هغه مهال هم د ځینو حکومتونو او د بشري حقونو د ډلو نیوکې وپارولې.

اوس رزکار امین، چې د محاکمې د بهیر مهم غړی و، مهم رازونه څرګندوي. ښاغلی امین یوازنی قاضی دی چې نوم یې د محکمې له پیله (۲۰۰۵ اکټوبر) ښکاره و. دغه قاضي د ۲۰۰۶ په جنورۍ کې له هغې وروسته استعفا ورکړه، چې د عراق د وخت د حکومت له خوا پرې فشارونه وو چې د محاکمې بهیر چټک کړي.

امین «ار ټي» ته ویلي، چې محاکمې «تر ډېره سیاسي بڼه درلوده» او «د واکمنو سیاسي بهیرونو ځینو ځواکونو پرې اغېز درلود».

د صدام حسین محاکمه د «عراق د ځانګړې محکمې» په لاس ترسره شوه چې په ۲۰۰۳م کال کې د پنټاګون له خوا تشکیل شوې وه.

پال بريمر، چې د امریکا له خوا د عراق له اشغال وروسته تر ټولو ځواکمن امریکایی و، د ۲۰۰۴ په منځنیو میاشتو کې په خپل امر د عراق حکومت او د بعث ګوند منحل اعلان کړل.

امین وايي «د غچ تنده» د صدام حسین او ملګرو پر محاکمې واکمنه وه.

امین وايي، د محاکمې پر مهال، د صدام پلوو وکیلانو خوندیتوب د ډاډ وړ نه و او تل د وژنې او ترور وېره ورسره وه.

د صدام حسین د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته، په عراق کې د حکومت ډانچه وپاشل شوه او دغه هېواد د فرقه يي او توکمیز تاوتریخوالي ښکار شو.

Related Articles

Back to top button