خبرونهسلايډ

عطا محمد نور: ملي یووالي حکومت له دې وروسته مشروعیت نه‌لري

د بلخ سنبال چارې والي ویلي چې د ملي یووالي حکومت نور مشروعیت نه‌لري. عطا زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت مشروعیت تر دوو کلو پورې وو او له هغې وروسته نور مشروعیت نه‌لري.

عطا دغه څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په خپل وروستي سفر کابل کې وویل چې له د ملي یووالي حکومت تر پنځو کلو پورې مشروعیت لري.

د ملي یووالي حکومت د هوکړه لیک مطابق د روان کال په سپتمبر کې د ملي یووالي د حکومت مشروعیت پای ته رسېده او تر هغې وروسته به د لوی جرگې له لوري دې حکومت ته قانونیت ورکول کېده.

عطا محمد همدارنګه زیاته کړې چې تر دې دمه عبدالله عبدالله ته د اجرایيه ریاست صلاحیتونه نه‌ دي ورکړل شوي.

د جان کیري له اعلان وروسته د ملي یووالي د حکومت مخالفو پر دواړو مشرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله تندې نیوکې وکړې. عبدالله عبدالله د جان کیري له دې پریکړه څخه راضي دي. عبدالله رسنیو ته وویل: «زه ډېر تعجب کوم چې زموږ مشرانو تر دې دمه د ملي یووالي د حکومت پریکړه لیک تر پایه پورې په دقت سره نه دی لوستی».

له دې څرګندونو د عبدالله موخه دا وه چې ګواکې له پیل څخه د ملي یووالي حکومت پنځه کاله وخت درلود چې د جان کیري له لوري تمدید شوی نه دی.

Related Articles

Back to top button