خبرونهسلايډ

له هیروشیما نه د جان‌کري تاریخي کتنه

جان‌کري چې په خپل تاریخي سفر له امریکا څخه راوتی دی لومړی یې د روسیې، بلجیم او بیا په عربي هېوادونو راوگرځېد. له عربي هېوادونو وروسته کابل او له کابل نه وروسته د هیروشیما ښار په لور رهي شو.

جان‌کري په دې سفر کې له خپل روسي سیال سره کتنه وکړه او د دواړو لورو په اړیکو کې یې د ښه والي ژمنې وکړې. وروسته یې عربي هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د عرب او ایران په شخړه کې دوی له خپلو عربي ملگرو سره دي. د بحرین په پلازمېنه منامه ښار کې یې په ایران غږ وکړ چې د سوريې او یمن د جگړې په پای ته رسولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

کري د کابل په سفر کې له خپل پخواني ملگري ډاکټر عبدالله عبدالله سره او ولسمشر اشرف غني سره له کتنې وروسته اعلان کړه چې د ملي یووالي حکومت عمر به پنځه کاله وي نه دوه کاله چې په پریکړه لیک کې راغلي وو.

تر دې وروسته جان‌کري په تېرو شپېتو کلونو کې لومړی امریکايي لوړپوړی چارواکی دی چې د هیروشیما له ښار څخه کتنه کوي. په دې کتنه کې کري د هیروشیما د اتومي بمب د قربانیانو له څلي څخه کتنه وکړه او هلته یې د غمرازۍ گلونه کېښودل.

امریکایانو په تسلیم شوي چاپان باندې په ۱۹۴۵م کال کې اتومي وسلې وکارولې چې له امله یې ۱۴۰ زره بې‌گناه انسانان په کې ووژل شول او تر ډېرو کلونو پورې معیوب ماشومان پیدا کېدل.

په دې غونډه کې د اوو نورو هېوادونو ایټالیا، کاناډا، برتانیه، جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو هم گډون درلود چې د دې تاریخي پېښې لپاره یوه دقیقه چوپتیا اعلان کړه.

د چاپان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې موږ قصدا د هیروشیما ښار د اوو هېوادونو د کنفرانس لپاره کوربه وټاکه تر څو نړیوالو ته پیغام ورکړو چې نور دې اتومي وسلو ته د پای ټکی کېږدي.

 

 

Related Articles

Back to top button