افغانستانسلايډ

سيگار: امريکا په افغانستان کې «ناکام» حکومت جوړ کړی

د امريکايي مرستو د څار  «سيگار» ادارې مشر جان سوپکو امريکايي کانگريس ته په خپل تازه راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د امريکا زرگونو سرتېرو د وژل کېدو او ملياردونو ډالرو د لگولو سربېره دغه هېواد کې نه امنيت راغی او نه هم د ودانيو، سړکو او د بيا رغونې نورې چارې په سمه توگه پرمخ تللي دي.

جان سوپکو وايي، چې د امريکايانو په ماليه جوړ شوي سرکونه، ودانۍ له څو مياشتو وروسته بېرته نړېدلي، له ۷۰۰زیات ښونځي دمخالفینو له ویرې تړلي، اداري فساد، رشوت اود پیسو ناقانونه لیږد په بې سارې توګه زیات شوی دی.

د ولس او حکومت تر مېنځ واټن ورځ په ورځ زیاتیږي او ترټولو د اندیښنې وړ خبره داده چې د ملیاردونو ډالرو دلګولو سربیره بیاهم د نشي توکو کښت اوسوداګري نوره هم ډیره شوې، چې ۹۰سلنه کوکنارپه افغانستان کې کرل کیږي

جان سوپکو کې د امريکا هاورډ پوهنتون يو څېړنيزې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې موږ بايد خپلې تېروتنې په گوته کړو: «په تېرو پنځلسو کلونو کې موږ کومې غلطۍ کړي، چې بايد پاملرنه ورته وکړو، زموږ زرگونو سرتېري او ملياردونو ډالر ولې د داسې يو حکومت په جوړولو کې له منځه ولاړل، چې د خير پر ځای يې شر زيات دی او په لنډو ټکو يو ناکام حکومت مو رامنځته کړی دی.»

جان سوپکو ۲۰۱۲م کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان لپاره د امريکايي مرستو او بيا رغونې د چارو مشر څارونکی ټاکلی او له هغې وړاندې د امريکايي کانگريس د څېړنو د څانگې مشر و.

نوموړي له افغانستانه د امريکايي سرتېرو په وتلو هم اندېښنه څرگنده کړې او زياتوي، چې د افغانستان امنيت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی اوافغان امنيتي ځواکونه د هېواد د امنيت ساتلو توان نه لري.

د جان سوپکو له قوله د افغانستان اوسنی حکومت « د يو بې خونده حالت انځور دی، چې د ولس په خير نه دی تمام شوی.»

نوموړی له تېرو څو کالو راهيسې د افغانستان بيا رغونې، امريکايي چارواکو او پوځيانو په اړه کلني راپورونه ورکوي، مگر سپينې ماڼۍ، دفاع او د بهرنيو چارو وزارت د سيگار د راپور په اړه غبرگون نه دی ښودلی.

افغانستان کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پخوانی سلاکار او د نړيوال امنيت او دفاعي پاليسي د څېړنيز مرکز مشر سيت جونز وايي، چې د افغان حکومت چارې، امنيت او بيا رغونه رښتيا هم له فساد او ستونزو ډکه ده، مگر سيگار له خپلې اندازې زياته اندېښنه څرگنده کړې ده.

د سيت جونز له قوله د افغانستان اوسنی حالت د افغان حکومت د کمزورې حکومتدارۍ، د امنيتي ځواکونو  د کمزورې مشرتابه او مورال او په عين وخت کې د طالبانو د «قوي جگړه ييزې روحيې او غښتلې قوماندې» له امله دی.

سيت جونز زياتوي: «ځمکني حقايق دا دي، چې د امريکا په گډون د افغانستان په قضيه کې ټولو ښکېلو اړخونو په خپلو چارو کې وړتيا نه ده ښودلې، له همدې امله افغان حکومت هم کمزوری دی او د ستونزې حل دا دی، چې اصلاح او رغونه له داخله پيل شي.»

Related Articles

Back to top button