د سعودي پاچا ملک سلمان له دوو ورځو راهیسې په مصر کې دی. سلمان په دوهمه ورځ قاهرې کې اعلان وکړ چې سعودي او مصر به د سره سمندر دپاسه پله له لارې سره ونښلوي.
سلمان زیاته کړه چې له دې سره به د مصر او سعودي تر منځ په سوداگرۍ کې پراختیا راشي. ملک سلمان وویل: «دا یو تاریخي اقدام دی چې له دې سره به دوه لويې وچې (اسیا او افریقا) سره ونښلېږي».
کتنې کې عبدالفتاح سیسي همدارنگه زیاته کړه چې د دې پله نوم به ملک سلمان بن عبدالعزیز وي. د دې پله د جوړولو لپاره مخکې هم پیشنهادونه شوي وي. ویل کېږي چې د دې پله ټول لگښت به له ۳ څخه تر ۴ ملیاردو ډالر پورې وي.
تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو تر منځ به ډېرې سوداگریزي هوکړې هو وشي.