د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې بی پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، په بریدونو کې شل کسان مړه شوي، خو د پکتیکا ولایت د پولیسو مشر جنرال زړور زاهد وایې چې په لومړي برید کې نهه طالبان وژل شوي او په دوهم برید کې پنځه وسله وال وژل شوي.
ځايي خلک او د پکتیکا ولایتي شورا مرستیال نعمت الله ببري دا ادعا کوي چې وژل شوي کسان ټول ملکيان دي.
برید پر یو موټر شوی چې په موټر کې ټول ملکي کسان وول او بازار ته د سودا لپاره تللي وو چې د بې پیلوټه ښکار شول.
نعمت الله ببري رسنيو ته ویلي چې وژل شوو کسانو کې وسله وال وو، خو ملکي کسان د ځان د ساتلو لپاره وسله ساتي.
په برید کې د ګومل ولسوالۍ قومي مشران وژل شوي چې د یو قومي شخړې د هوارولو لپاره ولسوالۍ ته تللي وو خو په لاره ووژل شول.
د پېښې په اړه نړیوالو ځواکونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.