خبرونهسلايډ

ملي اردو سرتېرو د داعش جگړه‌مارو ۳۹ تنه وژلي دي

په ننگرهار کې د ملي اردو سرتېرو په بریدونو کې د داعش ډلې ۳۹ تنه جگړه‌ماري وژل شوي دي. د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د دوي ځواکونو د الوتکو او ځمکنیو قواوو کار اخیستی چې په ترڅ کې یې ۳۹ تنه داعشیان په نازیان، اچین او کوټ سیمو کې وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت زیاتوي چې د دې بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي خو د سیمې اوسېدونکي بیا وايي چې د ملي اردو سرتېرو څخه هم ۱۶ تنه وژل شوي دي.

د ننگرهار ولایت د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال رسنیو ته وویل چې د دې عملیاتو مشري د نظمې عامې له لوري تر سره شول. د مشرقيوال په وینا د دې عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو سرتېرو ته کومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې ده.

داعش د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button