شعر
غزل / فاروق ديدار
د خــــــــــلکو نه ګوښه او په څنګ شوې یو سړی
د ژونــــــــــــــد له امتحانه په تنګ شوې یو سړی
په غــــــــــــم یې د پرې ملګري هم خفه دې وایې؟
ذره ذره مات شـــــــــــوې او ړنګ شوې یو سړی
پدې کوڅه کـــــــې ګرځي شپه او ورځ د چا لپاره؟
پدې کوڅه کــــــــــې ګرځي ملنګ شوې یو سړی
یو چا د خـــــولي د ویش ویش کلیمه بیا بیا به وتله
په وینو بانـــدې باندی ګوری بیا رنګ شوی یو سړی
تر هـــــغې چی وانوری نو له پوري کوڅې نه ځی
مين یی د بنـــــــــــګړیو په شرنګ شوې یو سړی
دیداره! بل د هــــــــــیچا غم کې ندې بس همدومره
پخــــــــــپل غرض راڅرخې بدرنګ شوي یو سړی