خبرونهسلايډ

پروان کې ځانمرگي برید شپږ تنه وژلي دي

د پروان ولایت چارواکو ویلي چې د دې ولایت په سیاگرد ولسوالۍ کې د ځانمرگي برید له امله شپږ تنه وژل شوي دي او پاتې نور شپږویشت تنه ټپیان شوي دي.

د سیاگرد ولسوال محمد سعید صدیقي رسنیو ته ویلي چې ځانمرگي برید کوونکي چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای کړي وو چې د حضرت علي ښوونځي تر څنگ یې چاودنه ورکړه.

ولسوال زیاته کړه چې چاودنه ۹:۳۰ شاوخوا کې وشوه او د پېښې اصلي قربانیان ځايي خلک دي چې له کومې نظامي ډلې سره یې اړیکه نه لرله.

ولسوال همدارنگه زیاته کړه چې د چاودنې له امله د مکتب متعلمینو ته کومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې ده. تر دې دمه د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button