خوست کې د ځانگړو ځواکونو يوه قوماندان د یوه کور دوه مېرمنې وژلي او يوه مېرمن او دوه سړي يې ټپيان کړي دي.
د خوست چارواکو د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د پېښې قربانيان ټول عام وگړي دي.
د خوست امنيه قوماندان پاسوال فيض الله غيرت رسنيو ته ويلي، د ځانگړو ځواکونو يوه قوماندان مروت له خپل يوه ساتونکي سره د خوست ښار د متون سيمې يوه کور ته ورغلی او هلته يې دوه مېرمنې وژلي او يوه مېرمن او دوه سړي يې ټپيان کړي دي.
نوموړی وايي، يادې کورنۍ له قوماندان مروت سره کومه شخصي دښمني نه درلوده او نه پرې د کوم جرم تور پورې و.
د خوست امنيه قوماندان زياتوي، د ځانگړو ځواکونو دغه قوماندان نيول شوی، خو ساتونکی يې په تېښته بريالی شوی دی.
د افغانستان امنيتي ځواکونه په گڼو مواردو کې خپلسرې وژنې کوي، چې له دې امله تر نيوکو لاندې دي. پر ټولنيزو شبکو وخت ناوخت په دې اړه خبرونه او وېډيوگانې خپرېږي، چې ډېری وختونه د خلکو غصه راپاروي، خو حکومت يې لا هم په مخنيوي کې د پام وړ گامونه نه دي پورته کړي.