په افغانستان کې د واک پر سر شخړهروانې چارېسلايډ

ډېرې تېروتنې، ډېر تلفات (۱۰)

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع الله ایلم

د مک کیرنن نوو لارښوونو د ولسي وګړو د تلفاتو په کموالي کې کوم د پام وړ بدلون رانه وست. دا به له حقیقته لرې وي چې تېروتنې به بیا نه کیږي او د ولسي وګړو تلفاتو مخه به نیول کیږي. د عزیز اباد پېښه زما د کابل د ماموریت پر مهال د ولسي وګړو د تلفاتو د زیاتوالي او سیاسي فشار د ډېروالي له کبله تر ټولو ډراماتیکه پیښه وه، خو ځینې نورې پېښې هم وې چې په ما یې اغېز درلوده.

د ۲۰۰۹ز په اپریل کې، قضا ماښام دوو برتانوي هیلکوپټرو په هلمند کې د سپرلیو یو موټر د برید لاندې ونیوه. سپرلیو کوم غبرګون هم نه و ښودلی. موټر وړانګو (شعاع) پر وسیله ویلي شوی و. د ایساف د یوه قومندان له خولې :«یو مسافر له موټره تښتي او د یوې تیږې تر شا پټیږي (هغه د تیږې تر شا پټ شو)، خو له هغه سره نه وسله وه او نه هم د کوم غبرګون لپاره چمتو و. سړی سخت له مرګه ډار شوی و. یوه چورلکه د موټر شاته راګرځي، څو سرتیري وکولای شي چې د موټر دننه سپاره کسان ولیدلای شي. سرتیری ډز کوي. د برید په پای کې جوته شوه چې له یوه ماشوم پرته د موټروان او سپرلیو په ګډون نور ټول له منځه تللي وو.» په سلګونو افغانانو ددوی په جنازه کې ګډون وکړ او د بهرنیو ځواکونو پر ضد یې شعارونه ورکول. ډېر نوموتی افغان سیاستوال هم حاضر و. د برید د توجیه لپاره هېڅ دلیل شتون نه درلود. کله چې د همدې میاشتې په پای کې لومړی وزیر ګورډن براون له کابله لیدنه درلوده، نو ما له پېښې خبر او د برتانوي سرتېرو د چلند په اړه مې ورته شکایت وکړ.

څو ورځې وروسته د ۲۰۰۹ز د مې په ۹مه امریکایي الوتکو د فراه ولایت په ګرینې کلي برید وکړ. بیا هم د ولسي وګړو د تلفاتو په اړه شکونه راپورته شول. د کلیوالو د سختې پارېدنې له کبله کلي ته تګ ناشونی و او د څېړنو مخه یې نیوله. داسې ښکارېده چې طالبان د برید د پیل پر مهال په کلي کې وو، خو امریکایي ځواکونو خپل هوایي برید ته تر ماښام ناوخته پورې ادامه ورکړه. آیا دوی له خپلو ځواکونو څخه هغسې ګټه پورته کړه چې د ګواښ په له منځه وړلو کې مرستندویه ثابت شي؟ آیا دوی پدې پوهېدل چې عملیات به یې د عوامو خلکو د سر په زیان تمام شي؟ سیمه ییزو چارواکو او د کرزي دفتر دعوه کوله چې له ۱۰۰ زیات ولسي وګړي د پېښې قرباني شویدي، خو امریکایانو دغه ارقام نه منل. ډېرې ورځې وروسته موږ په دې وتوانېدو چې کلي ته لاړ شو، له خلکو او محلي چارواکو سره ولیدلی شو. موږ چې څېړنه وکړه، نو ۶۴ ښځې او ماشومان له منځه تللي وو. کومو سړیو چې ژوند له لاسه ورکړی و، نه معلومېدل چې کوم یې طالب دی او کوم یو یې ملکي وګړی.

موږ چمتووالی نیوه چې داسې یوه اعلامیه خپره کړو چې پکې ویل شوي وي: بهرني ځواکونه باید پر دې پوه وای چې په سمه کې د عملیاتو پر مهال به ملکي وژنو کچه لوړېده، نو له دې کبله دوی باید هڅه کړې وای چې تر سره کیدونکي اقدامات يې دقیق او دملکي وګړو د وژنې د مخنیوي سبب ګرځي. وړاندې له دې چې اعلامیه خپره کړو ماته د یو امریکايي صاحب منصب چې دپېښې د څېړنې په موخه سیمې ته تللی و، زنګ راغی: د امریکا د متحده ایالاتو څېړنیز ټیم همدا اوس د پېښې له ځایه راستون شوی دی. جنرال Aymond A. Thomas د څېړونکي کمیسیون مشري په غاړه لري. نوموړي جنرال د امریکا له سفارته معلومات تر لاسه کړي چې تاسو د اعلامیې خپرولو ته چمتووالی نیسئ، نو ځکه مو وغوښتل چې ماته په سملاسي توګه معلومات راکړئ. جنرال او ټیم یې زما دفتر ته راغلل او له ځان سره یې پرېمانه ویډیو کیسټې راوړې چې له الوتکو څخه یې اخیستې وې. موږ تر ماښام ناوخته دا ویډیو لیدلې او بحث مو پرې کاوه. په تیاره کې مو سپین ټکي لیدل چې سکرین پر مخ ښوریږي. دوی طالبان دي. جنرال تومس وویل:«دوی له پنډغالي تښتي.»

موږ دوی څارل چې په کلي ننوتل. کلی مې ولید چې برید پرې شویدی. جنرال تومس وویل: پیلوټ له لارښونو سره سم کړنه کړې ده. هېڅ تېروتنه نده شوې. بحث چندانې هڅوونکی نه و. دغه د تېرې شپې برید هم د شپې په تیاره کې شوی و. بیخي جنجالي و. څنګه امریکایان پدې نه پوهېدل چې هغه ځای چې دوی پرې حمله کوي، ملکي وګړي به پکې نه وي؟ موږ ته خو داسې ښکاره شوه چې دا هغه ځای و، چېرې چې ولسي وګړي پټېدل. موږ باید لاسونه درلودای. تر دې مهاله له ماسره کوم دلیل نه و، نو ځکه له اعلامیې څخه تېر شوم. د پخوا په څېر یو بل امرکایي جنرال تومس له موږ سره وعده کوله چې د راتلونکو پېښو او جزیاتو به مو خبروي، خو بیا مې تر پایه ترې څه وانه ورېدل. دا وروستي هغه وو. ډېر وروسته، په واشنګټن کې رسنیو د امریکایي ځواکونو هغه کړنې غندلې وې چې د برید پر مهال پکې ملکي وګړي وژل شوي وو. له جنګي اصولو سرغړاوی کېده. پیلوټانو خپله موخه سمه نه وه کره کړې، نو ځکه پردې نه وو توانیدلي چې هغه ودانۍ سمه وپیژني چې ملکي وګړي پکې پټ شوي وو. موږ په خپله ارزونه کې ریښتیني وو، خو دا چې اعلامیه مې خپره نه کړه، خواشینی وم. د جنرال تومس هغه ډاډمن چلند او بیا وروسته هغه لږو معلوماتو په درلودلو سره چې ماته راکړل شول، زه تېروتی وم او پر امریکايي ځواکونو شکمن شوم. د حالاتو بدلون او ځیني وختونه تېر ویستنې زموږ له منځ باور په جدي توګه لاپسې زیانمن کړ. ماته په ناټو کې د امریکا د سفیرې هغه ګواښ رایاد شو چې خبرداری یې را کړی و چې ملکی تلفاتو په کیسه کې ډېر نشم او سر پرې ونه ګرځوم.

ما باید یوه رغنده ډیالوګ ته مخه کړې وای، خو د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د امریکا دریځ د راغنده دریځ مخه نیوله، په ورته وخت کې دوی هڅه کوله چې پخپل تر سره شوي کار لومړی باید منکر شي. وروسته ما د نړیوال سور صلیب د څېړنو له مخې معلومات تر لاسه کړل. د دوی څېړنو ښودله چې ۱۰۰تنه وژل شوي دي. سور صلیب پر دې باور و چې هغه سپین ټکي چې ښورېدل او جنرال تومس موږ ته د ویډیو پر وسیله ښودلي وو، طالبان نه، بلکې ملکي وګړي وو چې د برید له ډاره یې غوښتل ځانونه خوندي کړي. له دې څېړنو وروسته، ددې پرځای چې غبرګون وښیم، بیا هم چوپ پاتې شوم.

د ۲۰۰۹ز د سپتمبر پر ۴مه نېټه په شمال ختیز ولایت کندوز کې هغه دوه د تېلو ټانکرونه طالبانو وتښتول، خو په وچ جر کې ترې ونښتل او د هوایي برید لاندې راغلل. آلماني ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه، خو برید د لوی شمېر ملکي وګړو په وژلو تمام شو. کیسه داسې وه چې خلک د شپې له خپلو کورونو ووتل چې د خپلې شخصي کارونې په موخه تېل راوړي. زما له انده د هوایي ځواک د راغوښتلو هېڅ اړتیا نه لیدل کېده. المانیان له هېڅ وسلوال غبرګون سره نه وو مخ شوي او نه کوم المانی سرتېری په پېښه کې زیانمن شوی و. برید په المان کې پراخو بحثونو ته لار پرانیسته چې په پایله کې یې د  دفاعي کمیسیون مشر له دندې ګوښه شو. د دې تر څنګ د دفاع وزیر، جنګ (Jung ) چې تازه یې دا پوست تر لاسه کړی و، خپله دنده له لاسه ورکړه.

د المان د سیاسي وضعیت له کبله ما نه شو کولای چې غبرګون وښایم، ځکه برید داسې مهال رامنځ ته شو چې په جرمني کې ټاکنیز کمپاینونه روان وو او ما نه غوښتل چې ځان په منځ کې ور وغورځوم، خو دا چې ما کوم غبرګون ونه ښود او چوپ پاتې شوم، نو ښه احساس مې نه درلود او سخت وځورېدم. که هوایي بریدونو بیخي ډېره مرګ ژوبله هم رامنځته کړې وه، بیا هم عامو افغانانو ډېره غوسه نه ښودله، خو د سپینو تالاشي، په روغتونونو کي د ښځو خونو ته ناڅاپي ننوتل، د کورونو تلاشي، ننوتل، شپني عملیات او د کورونو پلټل، دا ټول هغه څه وو، چې د بېګناه وګړو د وژلو لامل ګرځېد او افغانانو د خپل کلتور او عنعنو څخه یو ډول سرغړاوی باله.

کندهار ته د سفر پر مهال، زه یوې نظامي اډې ته څېرمه، له یوه سپین ږیري سره ناست وم چې د شپې متاوې (روشن انداز) بل شول چې د ایساف اډې ته څېرمه د شپې هر خوځښت و څارل شي. یوه متیاوې د سپین ږیري د زوی پر شا وغورځېده او ویې سوځاوه. پلار یې دوه ځله د اډې تر دروازې پورې تللی چې قومندان ته د پېښې په اړه خبر ورکړي، خو دواړه بشپړې ورځې په سړي باندې همدلته تېرې شوې دي. دې ته نو دوه ګونی سپکاوی ویل کیږي. یو دا چې زوی یې سوځېدلې او بل دا چې کرۍ ورځ یې همدلته تېره کړې ده او هېڅوک نه وو چې عرض یې واوري. افغانان داسې پېښې ژر نشي هېرولای. دا ډول ټپونه دوی د بهرنیانو پر وړاندې دریځ نیولو ته هڅوي.

په ۲۰۰۸ز کې نړیوالو ځواکونو په ارزګان کې یو سپین ږیری پښتون نیولی و، ولچک شوی و، زور زیاتی پرې شوی و چې نظامي سیمې ته ولاړ شي. پر ده شک و چې له وسله والو سره اړیکي لري. سړی کابل ته ولېږدول شو. کله چې ولسمشر پدې اړه خبر شو، نو سړی یې ارګ ته وروغوښت. د کیسې په پای کې سړي وویل:«زه فکر نه کوم چې زه به تر هغې ژوندی پاتې شم چې دا هیواد بیا ازاد ووینم.» کرزي ته دا خبره داسې وه ته وا چا د شا لخوا پرې د چړې ګوزار کړی وي.

سړی د بهرنیانو له چلند او کرزی د هغه څه له کبله چې د سپین ږیري له خولې یې واورېدل، سپک شوي وو. دا ډول او بیا هم دېته ورته کیسې ماته د فلسطیني سوداګر خبرې چې میچل کمیسیون ته یې په ۲۰۰۱ز کې کړې وې، را یادې کړم:

هغه به هره ورځ له خپلو ماشومانو سره چې ښوونځي ته تلل، له اسرائیلي پوستو تېریده. سرتېرو به دهغه موټر د تالاشۍ په موخه لیده او بیا به یې د تېرېدو اجازه ورکوله. یوه ورځ همدې سرتېرو ورته ویلي وو چې له موټر ښکته شي؛ پړمخې پر ځمکه وغځیږي چې دی او موټر یې تلاشي شي. ماشومانو یې د شا له څوکۍ خپل پلار ته کتل. څه به مو سره خوږوم سوداګر له موږ وپوښتل: «تاسو راته ووایاست چې زه ددې ماشومان څه وم؟ وړاندې له دې چې موږ ځواب ورکړو، هغه  په خپله ځواب راکړ« زه د هغوی اتل وم؛ هر پلار د خپلو ماشومانو اتل وي.»

یو سهار د ملکي وګړو د وژنې په اړه د افغانستان په دفاع وزارت کې چې دما له دفتره به سل متره لرې و، غونډه وه، زه هم ور روان وم. دا مهال زما موټر د امریکایي ځواکونو لخوا ودرول شو او په زور د سړک یوې غاړې ته شوو. زما رومانیايي ساتونکی له موټره کوز شو چې ورته ووايي:«دا دملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی» او له موټرو هم معلومېده چې د ملګرو ملتونو نښې پرې لګېدلې وې. له خبرو معلومېده چې کوم پرمختګ ونشو، زه هم پر سړک له خپل موټره راښکته شوم. امریکايي ځواکونه لاس په کار شول او خپلې وسلې یې زموږ لور ته را واړولې. خبره وروسته له هغې حل شوه چې نور امریکايي سرتیري راورسېدل. دا سرتيري د نوي راغلي امریکايي جنرال د پرمختللي ټیم برخه وه. دوی غوښتل چې سړک خلاص او خوندي کړي، ځکه دغه جنرال هم هماغې غونډې ته په لار و چې زه هم ور روان وم. کله چې زه د غونډو تالار ته ننوتم، زما په څېره کې غوسه له ورایه معلومېده. ما جنرال ته چې هورې له جنرال مک کیرنن سره ناست و، اشاره وکړه؛ پرې وربړچ مې وهل:« دغه ډول کړنې باید نورې بندې شي. نور نو بس دی!» مک کیرنن خجالت او چوپ پاتې شو. د میز هغه بل اړخ ته افغان وزیران او سلاکاران ناست وو. دوی به حتمي خپله خوښي پټه کړې وي. دا ځل چاودنه زما له اړخه وه، نه دهغوی له اړخه.

کله چې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د نړیوالو ځواکونو لخوا داسې چلند کیږي، نو په خپله فکر وکړئ چې له افغانانو سره به څه ډول برخورد تر سره کېده چې بیا د ډېرو لږو هغو په اړه ترې بښنه غوښتل کېده. امریکایانو د خپلو پروژو او پيسو په مټ هڅه کوله، څو د کلیوالو «زړونه او مغزونه» وګټي، خو ممکن ځکه نه وو چې افغانانو په ورځني ژوند کې د امریکایانو داسې برخورد لیده چې پیسو او پروژو جبران کولای نشوای. د پېښو لپاره دلایلو توپېر درلود. کیدای شي سرتیري به له ګواښ سره مخ شوي وي یا به ګواښل شوي وي با به یې پام نه و یا به يې روزنه پوره نه وه او یا به د افغانانو له کلتور سره بلد نه وو، خو هره پېښه چې د ناوړه چلند له کبله رامنځته کیږي، په هره ټولنه کې د یو چا غبرګون راپارولی شي.

همدې بېباکۍ د نړیوالو ځواکونو او افغانانو تر منځ د باور ستونزه رامنځته کړه. جنرال مک کریسټال پرې ښه پوهېده، کله چې کابل ته راورسېد، دغه کار ته یې دخپلې اجنډا په سر کې ځای ورکړ.

بهرنیو رسنیو د دې ډول پېښو په اړه د کرزي غبرګونونه داسې انځور کړي وو چې دا سیاسي دسیسې دي او غواړي چې خپل حاکمیت او د پښتنو برلاسۍ ته دوام ورکړي، خو د نوموړي غبرګونونه هېڅکله بې منطقه او له اخلاص خالي نه شو بللی. هغه څه چې د کرزي د ډیرې غوسې لامل ګرځي، هغه د افغانانو سپکاوی او د هغوی سپکول دي.

د ده غبرګونونه د ده له شخصیته او جدي غروره سرچینه اخلي. دا هغه شیان وو چې دی یې اړ ویست او ګواښ یې وکړ چې د ۲۰۱۰ز په اپرېل کې يې وویل، که نړیواله ټولنه اصلاح نشي، نو له طالبانو سره به یو ځای شي. دا هغه څرګندونې وې چې رسنۍ او سیاستوال یې ولړزول. له ده مې دا ډول څرګندونې په پرلپسې توګه اورېدلي دي. کرزی وایي:«کله چې ته زموږ په هېواد کې د مېلمه په توګه دا ډول چلند کوې، نو زه دې هم پر دښمن بدلېږم.»

د نړیوالو ځواکونو هره تېروتنه د هغه پر شخصیت او اعتبار باندې برید و. دی پوهیږي چې د ولسي وګړو د وژنو بندول ناشونې خبره ده، خو که چېرې ده ته مو په پیل کې غوږ ایښی وای، د دې ډول احتمالي پېښو فیصدي به کمه وای.

د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د یوناما اعلامیو وکولای شوای چې د مختلفو لورو څخه پرې نیوکې وشي. د نړیوالو ټولنو ځینو به یې ویل چې پر نړیوالو ځواکونو نیوکه به له وسله والو سره مرسته وکړي. د طالبانو لخوا نیوکې د ۲۰۱۰ز د راپور له خپرولو وروسته ډېرې شوې. موږ کښلي وو: د ملکي وګړو د وژنې ډېر مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی. زموږ اعلامیې په پراخه کچه خپرېدې او زه باور لرم چې همدا اعلامیې وې چې د افغان او نړیوالو ځواکونو په چلند ک یې بدلون رامنځته کړ، خو له بده مرغه چې طالبانو او مشرانو یې زموږ دغو اعلامیو ته پام نه کاوه.

ددې کتاب نورې برخې دلته ولولئ :

      نورې برخې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button