د افغانستان په شمال کې امنيتي چارواکي وايي، وسله وال طالبان د شمال د سقوط لپاره پلانونه جوړوي او بريدونو ته چمتووالي نيسي.
د افغانستان شمالي ولايتونه په دې وروستيو کې د طالبانو د پراخه بريدونو شاهد وو. شمال زون کې د پامير ۷۰۷ زون امنيتي چارواکي وايي، طالبان په پام کې لري، شمال ته سقوط ورکړي.
د پامير ۷۰۷ زون مشر جنرال بابه جان ويلي، طالبان هڅې کوي، د شمال زون سيمو کې گډوډي رامنځته کړي، او مرگوني بريدونه ترسره کړي.
ښاغلي بابه جان پرون مزار شريف کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، طالبانو د ځينو ولسواليو د نيولو لپاره چمتووالی نيولی دی او غواړي پر امنيتي ځواکونو چاودنې وکړي.
خو د بابه جان په وينا امنيتي ځواکونه د وسله والو د بريدونو د پر شا تمبولو لپاره پوره چمتو دي او خپل عمليات به لا پسې پراخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور څه موده وړاندې پر خپلو پلويانو غږ کړی و، چې پر «دښمن» وروستي گذار ته چمتووالی ونيسي، خو نوموړي په دې اړه نور توضيحات نه و ورکړي.