وسلهوالو طالبانو د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې یوه امریکايي چورلکه ویشتلې او په کې سپاره ۲ امریکایان او ۱۳ افغانان ژوندي نیولي دي.
فاریاب میشتي خبریال قطب الدین کوهي په یوه راپور کې د امنیتي سرچېنو له قوله لیکلي چې دغه چورلکه د پښتون کوټ ولسوالۍ په غارتپه سیمه کې راغورځېدلې ده.
هغه زیاته کړې چې چورلکه د یوه خصوصي امریکايي شرکت ده چې د ملي دفاع وزارت سره يې له مزارشریفه تر فاریاب د ملي سرتیرو په لېږدلو قرارداد لري.
کوهي وايي چې امنیتي سرچېنې ورته ویلي چې چورلکې د خرابې هوا له کبله بېړنۍ ناسته کړې ده.
د سیمې اوسیدونکو هم تایید کړې چې طالبانو له چورلکې ۱۷ کسان ژوندي نیولي او ۲ تنه وژل شوي دي.
د طالبانو یو قومندان ملاریحان کوهي ته تایید کړې چې چورلکه د ده ملګرو غورځولي، ۱۳ کورنيان او دوه بهرنیان یې ژوندي نیولي دي.
په عین حال کې د طالبانو لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دوی یاده الوتکه نن مازدیګر څلور بجې د خواجه غار ولسوالۍ په تخت بازار سیمه کې ویشتلې ده.
دوی ادعا کړې چې د چورلکې تر غورځېدو وروسته یې دوه امریکایان او «۱۳ ګوډاګیان» ژوندي نیولي دي.
طالبانو ویلي چې یاد کسان یې خوندي سیمو ته انتقال کړي دي.
همدا راز د چورلکې د غورځېدو له کبله ۱ امریکايي وژل شوی او ۲ افغانان ټپيان شوي دي.
افغان او امریکايي چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم طالبانو یو امریکايي عسکر څو کاله له ځان سره بندي ساتلی و چې وروسته د یوې تبادلې په ترڅ کې خوشې شو.