خبرونهسلايډ

د بلخ والي: څوک مې په زور نه شي لرې کولی

د بلخ سرپرست والي استاذ عطاء محمد نور د یکشنبې په ورځ له نیویارک ټایم ورځپاڼې سره ویلي چې «څوک مې په زور نه شي لیرې کولی».

اتلس میاشتې وړاندې د ولسمشر له فرمان سره سم د افغانستان ټول والیان سرپرست اعلان شول. د سیاسي چاروکارپوهانو له نظره ولسمشر اشرف غني غوښتل چې له دې لارې د افغانستان ځینې والیان چې نه غواړې خپلې دندې پرېږدي مجبور کړي چې دوي نور رسمي والیان نه وي.

تېره میاشت د ولسمشر لومړي مرستیال او د بلخ د سرپرست والي د ملاتړ کوونکو تر منځ د انځورونو د لمنځه وړلو له کبله نختې راغلې چې له امله یې څه کسان مړه او څه نور ټپیان شول.

له دې شخړې وروسته د ځینو راپورنو له مخې ولسمشر اشرف غني غواړي چې د بلخ والي استاذ عطاء محمد نور له دې دندې لیرې کړي. استاذ عطاء محمد نور چې له ۲۰۰۴م کال راپدېخوا د دې ولایت والي دی نه غواړي چې له دې دندې لیرې شي.

عطاء محمد نور له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم سیاسي ستونزې درلودلې او څو وارې یې ننګولی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button