شعر

غزل / اجمل ښکلی

خو پستي يې د ابادې خوښه نه ده
غر خو وينې په سيلاب پورې تړي زړه
…………………………………..
محبت کوي په اوړي لمر ته ناست دى
زندګي کوي، عذاب پورې تړي زړه
…………………………………..
په صحرا کې خپل وجود ورکول غواړي
څوک روان دى په سراب پورې تړي زړه
…………………………………..
مينه ستا د خپلې تندې پيداوار دى
سمندر ګوره حباب پورې تړي زړه
…………………………………..
زما سترګې د شپې وګوري خوبونه
چې سهار شي، په افتاب پورې تړي زړه
…………………………………..
په هوا پورې يې زړه تړلى نه شو
مضطرب اجمل کتاب پورې تړي زړه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button