ترکيې افغانستان سره د نظامي مرستو پر دوام ټينگار وکړ
د ترکيې لوی درستيز هولوسي اکار ولسمشر اشرف غني سره ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپلې ليدنې پر مهال ټينگار وکړ، چې هېواد يې افغانستان سره د نظامي او امنيتي مرستو دوام ته ژمن دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکيې لوی درستيز ولسمشر غني سره د خپلو ليدو پر مهال په دوه اړخيزو اړيکو، امنيتي او سياسي مسايلو خبرې وکړې.
د ترکيې لوی درستيز وويل، چې د ترکيې او افغانستان اړيکې، نه يوازې د دوو حکومتونو ترمنځ اړيکې دي، بلکې دغه اړيکې د دواړو ولسونو ترمنځ دي او ترکيه دغو اړيکو ته تل د درناوي په سترگه گوري او هڅه کوي، چې د دواړو ولسونو ترمنځ دغه تاريخي اړيکې نورې هم قوي او غښتلې شي.
هولوسي اکار زياته کړه، چې د افغانستان او ترکيې اړيکې د نړيوالې ټولنې، په ځانگړې توگه د ناټو سازمان په چوکاټ کې ډېرې ستراتيژيکې او عميقې دي.
نوموړي ټينگار وکړ، چې هېواد يې د ترهگرۍ ضد چارو کې د سيمې په کچه هڅې او فعاليتونه کوي او دا، چې افغانستان هم په دې اړه له ترهگرۍ سره په جگړه بوخت دی، ترکيه يې ستاينه کوي.
د ترکيې لوی درستيز ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې هېواد يې د ناټو سازمان تر چتر لاندې افغانستان سره خپلو مرستو او همکارۍ ته دوام ورکوي.
په عين حال کې ښاغلي غني هم د ترکيې او افغانستان په اړيکو خبرې وکړې او دا يې د سيمې په کچه تر ټولو غوره او غښتلې اړيکې وبللې او زياته يې کړه، چې افغانستان په نظامي او امنيتي چارو کې تر ټولو زياته مرسته له ترکيې ترلاسه کړې ده.
ولسمشر د ترکيې له اوږدمهالو مرستو په ځانگړې توگه د ناټو او ايساف په چوکاټ کې د تېرو څوارلسو کالو مرستو او همکارۍ مننه وکړه.
ولسمشر غني همدا رنگه د افغانستان په اړه کېدونکي وارسا کنفرانس په اړه هم يادونه وکړه او د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوگان مننه يې وکړه، چې افغانستان سره د مرستو لپاره يې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی دی.
ښاغلي غني وويل، چې د وارسا راتلونکې غونډه کې به د افغانستان او ترکيې دفاع وزيران هم يو بل سره وويني.