شعر
غزل / صدام خان صدام
د چا يادونه ښکلومه يو عادت غوندي زه
د چا تصوير زړه کي ساتمه عبادت غوندي زه
زه په لفظونو کي ژوندى پاتې کيږم مرګ نه لرم
لکه سونه څرګنده يمه شهادت غوندي زه
خوب مي ليدلى داسي ښکارېدم کعبه کي ومه
د مور په پښو کي غړېدمه د جنت غوندي زه
له چا نه مخکې داسي تور نه وم بدرنګه نه وم
د ګل غوټۍ وم غوړېدمه محبت غوندي زه
صدامه چا پسې مي ځان داسي ټوکر ټوکر کى
چي په وجود کي سوځېدمه قيامت غوندي زه