افغانستان

کابل: نولس ټنه شراب نيول شوي

د کابل پوليسو له الکولي مشروباتو ډک يو ټرېلر موټر نيولی دی، چې نولس ټنه شراب په کې بار و. پوليسو له موټر سره درې تنه هم نيولي دي.

د کابل د ۱۰۱ زون قوماندان لوی پاسوال عبد الرحمن رحيمي رسنيو سره خبرو کې څرگنده کړې ده، دغو درې تنو غوښتل له پاکستانه کابل ته نولس ټنه شراب ولېږدوي، چې د پلچرخي کابل لويې لارې ته نږدې ونيول شوي. نيول شوي کسانو کې دوه تنه پاکستانيان دي.

د ۱۰۱ زون قوماندان د نشه يي توکو خرڅوونکو ته گواښ وکړ، چې کابل ښار کې د دې توکو د خرڅلاو د مخنيوي او خرڅوونکو نيولو کې به له هيڅ گام پورته کولو درېغ ونه کړي.

ښاغلي رحيمي وويل، تېرو دوه اونيو کې يې اوه پنځوس تنه کابل کې د نشه يي توکو د خرڅلاو په تور نيولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button