د مصري الوتکې تښتوونکی ونيول شول
د قبرص بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د لارکانا پر هوايي ډگر ښکته کړای شوې، د مصري الوتکې تښتوونکی ونيول شو او دغه ستونزه په سوله ييزه توگه حل شوه.
د مصر مسافر وړونکې الوتکې، چې له اسکندريې پلازمېنې قاهرې ته په سفر وه، د يو وسله وال له لوري وتښتول. ويل کيږي، چې تښتوونکي د اور ضد مواده پټۍ تړلې وه.
د رسنيو له قوله تښتوونکي د الوتکې ټول مسافر په خوندي توگه خوشې کړل او يوازېنۍ غوښتنه يې دا وه، چې د قبرص حکومت دې ده ته، سياسي پناه ورکړي او د ده پخوانۍ قبرصي ښځې سره دې د ده ملاقات وشي.
د قبرص ولسمشر نيکوس انسټاسياډيس مطبوعاتو ته وويل، چې د الوتکې تښتونې پېښه له ترهگرۍ سره اړيکه نه لري، بلکې دا د يوې ښځې د مينې او ملگري له امله تښتوول شوې ده.
د مصر ملکي هوانوردۍ وزارت وايي، چې د مسافرو له خوشې کولو وروسته هم اووه کسان په الوتکه کې پاتې وو.
سرچينې وايي، چې په دغو اوو کسانو کې يو پيلوټ، د هغه مرستيال، د الوتکې خدمتگاره، يو ساتونکی او درې مسافر وو. د درې واړو مسافرو هويت تر اوسه نه دی روښانه شوی.
له دې وړاندې چارواکو ويلي و، چې تښتوونکي ځانمرگی واسگټ اغوستی او پيلوټ ته يې د ځانمرګي بريد ګواښ کړی و، چې بايد قبرص ته ځان ورسوي.
د اسکندريې هوايي ډگر يو افسر رسنيو ته وويل، چې له پرواز وړاندې الوتکه کې اته امريکايان، څلور بريتانويان، څلور ډچ، دوه بلجيميان، يو ايټالوی او دېرش مصريان سپاره وو.
د مصر هوانوردۍ وزارت د پيلوټ له قوله وايي، چې يوه مسافر ده ته گواښ کړی، چې ځانمرگی واسکټ يې پر تن دی او ده ته وايي، چې الوتکه بايد د قبرص په لارکانا هوايي ډگر ښکته کړي.