سيمه او نړۍ

تښتوونکي د مصر مسافر وړنکې الوتکه په قبرص کې ښکته کړه

يو وسله لرونکي مسافر د مصر هوايي شرکت الوتکې پيلوټ ته امر کړی، چې د خپل منزل پر ځای د الوتکې مخه د قبرص پر لور کړي.

مصري چارواکي وايي، چې الوتکه د هېواد په داخلي پرواز له اسکندريې قاهرې ته روانه وه، چې تښتوونکي پيلوټ اړ کړ، چې الوتکه د قاهرې پر ځای قبرص کې ښکته کړي.

سي ان ان امريکايي تلويزون وايي، چې په دغه الوتکه کې ۶۶ شپېته مسافر سپاره وو او ويل کېږي، چې يو تن وسله لرونکي وتښتوله.

د قبرص چارواکو منلې، چې الوتکه د دغه هېواد پر نړيوال هوايي ډگر ښکته شوې ده.

سي ان ان د قبرصي چارواکو له قوله وايي، چې پر ځای وخت سهار اته نيمې بجې د مصر الوتکه دغه هېواد کې ښکته شوه.

وروستي راپورونه وايي، چې د الوتکې تښتوونکي مصري مسافرو، ښځو او ماشومانو ته اجازه ورکړې، چې په خوندي توگه له الوتکې ووځي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د دې پېښې تر شا د چا لاس دی او نه يې چا پړه منلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button