د کانونو د وزارت ویاند محی الدین نوري رسنیو ته ویلي چې د کانونو وزیر داود شاه سبا له خپلې دندې استعفا ورکړه او ولسمشر یې استعفا منلې ده. داود شاه سبا خپله استعفا له بهر څخه ولسمشر ته استولې ده.
له ارگ څخه سرچینې وايي چې داود سبا د ولسمشر له امنیتي سلاکار حنیف اتمر سره د ژورو اختلافاتو له کبله استعفا ورکړې. اتمر له سبا څخه غوښتل چې د کانونو په قراردادونو کې د ده غوښتنې ومني. سبا د اتمر غوښتنې غېرې قانوني گڼلې او د فشارونو له امله یې استعفا ورکړه.
له افغانستان څخه ډېری کانونه په غیرې قانوني ډول نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي چې اکثرو کې حکومتي چارواکي په لاس لرلو تورن شوي دي.