افغانستان

ترافيکي پېښې د ولسي جرگې د رييس څلور خپلوان وژلي

د افغانستان شمال کې کندز ولايت کې د يوې ترافيکې پېښې پر مهال د ولسي جرگې د رييس عبد الرووف ابراهيمي څلور خپلوان وژل شوي دي. د کندز چارواکي وايي، وژل شويو کې د ابراهيمي مور هم شامله ده او پېښه کې اووه تنه نور ټپيان دي.

د کندز امنيه قوماندان قسيم جنگل باغ رسنيو ته ويلي، د کندز ښار اړوند دشت ابدان سيمه کې د موټرو په ټکر کې د ښاغلي ابراهيمي مور او د کورنۍ درې نور غړي (د هغه زوی او دوه لوڼې) وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي. پېښه پرون ماښام رامنځته شوې ده.

عبد الرووف ابراهيمي د ولسي جرگې د شپاړلسمې دورې رييس او جرگه کې د کندز د خلکو استازی دی.

څو کاله وړاندې هم د يوه ځانمرگي بريد پر مهال د ښاغلي ابراهيمي د کورنۍ درې تنه وژل شوي وو، چې پلار، ورور او وراره يې وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button