افغانستانسلايډ

د سولې عالي شورا: روانه جگړه يوازې د خبرو له لارې پای ته رسېدای شي

د افغانستان سولې عالي شورا وايي، چې د جگړو له لارې د افغانستان جگړه پای ته نه رسول کيږي او دغه جگړه بايد د خبرو اترو له لارې حل شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رييس محمد ايوب رفيقي ټينگار کوي، چې د تېرو پنځلسو کالو درنو او خونړيو جگړو، نه يوازې دا چې مخالفين ختم يا کمزوري نه کړل، بلکې نور يې هم قوي کړل او اوس، چې د هېواد امنيتي چارې افغان حکومت ته سپارل شوي، نو حکومت نه شي کولای، چې په يوازې ځان د مخالفينو د بريدونو او جگړو مقابله وکړي.

ښاغلي رفيقي زياته کړه، چې د سولې عالي شورا به له جگړې پرته پر نورو لارو چارو غور وکړي، چې جگړه پای ته ورسيږي او حکوت بايد د دې شورا له لارې د خلکو اعتماد ورخپل کړي او جگړه پای ته ورسوي.

رفيقي تېر کال د طالبانو له لوري د کندوز نيولو ته په اشاره وويل، چې طالبانو په لنډه موده کې د خپلو سلگونو جنگياليو په واسطه کندوز له دولته ونيو او که د امريکايي جنگي الوتکو مرسته نه وای، نو حکومت کې د دې توان نه و، چې کندوز ونيسي.

«موږ په ټينگار سره وايو، چې حکومت بايد  د جگړې پر ځای پر خبرو باور ولري، د سولې عالي شورا ته مخه پرانيزي، چې د څلور اړخيزو ناستو د ناکامۍ په صورت کې له نورو لارو چارو کار واخلي او که داسې ونه شي، نو د هېواد اوسنی امنيتي حالت د اندېښنې وړ دی، هلمند او نورو سيمو کې طالبان مخ پروړانډې روان دي او راتلونکو وختونو کې د دې گواښ ډېر دی، چې گڼې ولسوالۍ او مهمې سيمې سقوط وکړي.»

د سولې عالي شورا استازي په داسې وخت کې د جگړې پر ځای پر سوله ييزو لارو چارو ټينگار کړی، چې حکومت گواښ کړی، که هر څوک د سولې پروسې نه يو ځای کيږي، پر ضد به يې پوځي عمليات کيږي او د زور له لارې به يې خبرو ته حاضروي.

د افغانستان حکومت له تېرو څو مياشتو هيله در لوده، چې د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان په څلور اړخيزو ناستو کې به طالبان د سولې خبرو ته تيار شي، ولې طالبانو دغو ناستو کې له گډون انکار وکړ او د غه پروسه يې يو ځل بيا له خنډ او ځنډ سره مخ کړه.

د سياسي چارو شناند نظر محمد مطمين وايي، چې پاکستان پر طالبانو دومره اغېز نه لري، چې په خپل فشار او نفوذ يې د سولې خبرو ته کينوي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رييس محمد ايو رفيقي وايي، چې هېواد کې د اداري فساد، د چارواکو او خلکو ترمنځ واټن، پر حکومت د خلکو بې باوري او د سولې په اړه د چارواکو ضد او نقيض نظرونه د وسله والو مخالفينو د جگړې دليل بلل کيږي او حکومت بايد په دغو برخو کې خپلو کړنو ته پاملرنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button