د ملي وحدت حکومت پریکړه کړې چې سیمهییز پولیس یا اربکیان نور ختم کړي او له امنیتي ځواکونو سره یې یوځای کړي.
د ملي وحدت حکومت دا پریکړه تر هغه وروسته کوي چې په ځینو ولایتونو کې د اربکیانو د خپلسریو او ظلمونو پر ضد ولسي پاڅونونه پیل شول.
تېره ورځ د غزني په اندړ ولسوالۍ کې سیمهییزو پولیسو یا اربکیانو یو ولسي وګړي څخه لاسونه پرې کړي وو او بیا یې پرې موټر خېژولی و چې پر ضد یې ولسي خلکو مظاهرې پیل کړې.
همدا راز تر دې وړاندې د میدان وردګ په جلریز ولسوالۍ کې ځايي خلکو د طالبانو سره د اربکیانو پر ضد لاس یو کړ او له سیمې یې اربکیان وشړل.
له ارګ څخه خپره شوې اعلامیه وايي، چې د دوی ارزونې ښيي چې سیمهییز پولیس یوازې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې موثریت لري او د دوی د تنظیم بهیر په دې وروستیو کې د ترتیب شوي میکانیزم مطابق د یاد وزارت په چوکټ کې د تطبیق وړ دی.
ارګ منلې چې له اربکیانو او ملېشو سره خلک سخت مخالفت ښودلې او تېرې ترخې تجربې هم د ملیشو جوړولو مخنیوی کوي. « ملېشو د ناامني په زیاتوالي، د خلکو په ځورولو او د قانون د واکمنۍ په کمزوري کولو کې رول درلود او په اوږدمهال کې د زیاتو ناامنیو لامل کېږي».
ارګ یو ځل بیا په پخوانیو قومندانانو او ملیشه جوړونکو غږ کړی دی چې خپل کسان د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو سره یوځای کېدلو ته وهڅوي.
ملي وحدت حکومت د اربکیانو د ختمولو او له امنیتي ځواکونو سره د یوځای کولو دا اقدام په داسې حال کې کوي چې تېره اوونۍ د کندوز د پلټنې ډلې د ددغه ښار د سقوط لامل د سیمهییزو اربکیانو لخوا په دغه ولایت کې ظلمونه و خپلسرۍ وې.
اربکیان په ۲۰۱۰ز کال کې د امریکا او برتانیې په مالي مرسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اعلی قومندان ډیويډ پيټریوس لخوا د ولسي پاڅون په نوم د طالبانو پر ضد راپورته شول خو د راپورته کېدلو سره يې په خپلسریو او ظلمونو پیل وکړ چې له کبله یې ډيری خلک طالبانو سره یوځای شول.