خبرونه
یمن کې چاودنو شل تنه وژلي دي
د یمن په عدن ښار کې د دریو ځانمرګو بریدونو له کبله شل تنه وژل شوي دي چې له دوی څخه لس تنه ملکي وگړي دي. برید کوونکو غوښتل چې سعودي سرتېري له منځه یوسي خو یمن کې سعودي مېشت سرتېرو د هلیکوپټر په مرسته دغه برید کوونکي له منځه یوړل.
د دغو بریدونو پړه د داعش ډلې په غاړه اخیستي دي. له یو کال راهیسې سعودي د عبدربه منصور الهادي په ملاتړ یمن کې جگړه کوي چې تر دې دمه دوی د عدن ښار د ځینو سیمو په نیولو سره بریالي شوي دي.
د یمن په جگړه کې تر دې ۳ زره تنه ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.